اسلام آباد ۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او ډپټي سپيكر قاسم خان سوري د سېلګرۍ نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وئيلي دي د سېلګرۍ څانګې وده د كوم هم هېواد اقتصاد لپاره لازمي ده۔ د قومي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان ل?? مخې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د سېلګرۍ څانګھ د هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو كښې م??ست?? كوي۔ موجوده حكومت د سېلګرۍ څانګې پياوړتيا له په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل د كورونا وباﺀ دلاسه د سېلګرۍ څانګه ډېره زياته ځپلې شوې ده۔ لوئے څښتن پاكستان ته بلها قدرتي وس??ئل وركړې دي۔ د سېلګرۍ اعتبار سره پاكستان د نړۍ د شمېر يو څو هېوادونو كښې شامل دے۔ پاكستاني سېلګري په تاريخي ٬ كلتوري او تهذيبي ځايو??ه مشتمل ده۔ ده ووئيل د هېواد په معاشي توګه مستحكم كولو له به د سېلګرۍ څانګه ل?? فعاله كول وي۔ ډپټي سپيكر ووئيل پاكستان كښې د سېلګرۍ بلها موقعې دي او دې څخه استفاده كولو سره هېواد په معاشي توګه مستحكم كېدې شي۔ ده ووئيل د سېلګرۍ اعتبار سره پاكستان نړۍ كښې ځانګړې مقام لري