اسلام آباد ۔ 21 ستمبر (اے پی پی) ?? سېنېټ ??يئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي پاکستان او قبرص ترمينځه پخوانۍ سياسي ٬ سماجي او تجارتي اړيكې لري او د دې لا ودې له به د دواړو هېوادونو ترمينځھ د پلاويو تګ راتګ زياتول وي۔ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت او زده كړو څانګه د مرستې زياتولو پراخا ګنجائش لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ خپل چېمبر كښې د قبرص اعزازي كونسل جنرل مياں حبيب الله سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د قبرص كونسل جنرل ?? سېنېټ ??يئرمېن د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تجارت ودې له د روانو هڅو او پاكستان كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو د قبرص 5 زره طالبعلمانو ته د پېښو مسئلو نه خبر كړو۔ ?? سېنېټ ??يئرمېن ده ته باور وركړو چې پاكستان كښې زده كړې ترلاسه كوؤنكو د قبرص طالبعلمانو ته به غوره آسانۍ وركړې شي او دوي ته پېښې ستونزې به لرې كړې شي۔ ده ووئيل لوئې شمېر پاكستاني زده كوؤنكي هم قبرص كښې موجود دي۔ هيله ده چې د قبرص حكومت به ممكنه آسانۍ ترلاسه كولو كښې د دوي مرسته وكړي۔ ?? سېنېټ ??يئرمېن د دواړو هېوادونو ترمينځھ تجارتي حجم زياتولو له د دواړو هېوادونو د چېمبر آف كامرس ترمينځھ د مؤثره رابطو او د تجارتي پلاويو تګ راتګ په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل سېنېټ په دې لړ كښې خپل بشپړه كردار ترسره كولو له چمتو دے