اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي) د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف آر بخاري وئيلي دي د پاكستان او چين صنعتي مرسته به په هېواد كښې د خوشحالې او صنعتي انقلاب لار هواره كړي، حكومت به سرمايه كارې لپاره د سازګار ماحول او د كاروبار موافق قانون جوړولو عمل روان ساتي، د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې به نجي څانګې او صنعتكارو ته وړومبې كردار ترسره كول وي. د سرمايه كارې بورډ د وزيراعظم آفس تر سيوري لاندې د سي پېك صنعتي مرستې په اړه اسلام آباد كښې يو ورځنے مش??ور??ي فورم وشو. په فورم كښې سېكرټري فارينه مظهر، د وفاقي او صوبائي ??دا??و چارواكو او د نورو څانګو پوهانو ګډ??ن وكړو. د فورم ابتدائي سيشن ته په خپله وېنا كښې د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن ووئيل د پاك چين صنعتي مرستې په اړه په فرېم ورك اېګريمنټ د اتفاق راتللو امكان دے چې ورسره به په هېواد كښې ا??تص??دي زونز پرمختګ وكړي. ده ووئيل د پاكستان او چين صنعتي مرسته به په هېواد كښې د خوشحالې او صنعتي انقلاب لپاره لار هواره كړي، حكومت به سرمايه كارې لپاره د سازګار ماحول او د كاروبار موافق قانون جوړولو عمل روان ساتي، د سي پېك په دوهم پړاٶ كښې به نجي څانګې او صنعتكارو ته وړومبې كردار ترسره كول وي