اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د سېنېټ د اطلاعات او خپرونو قائمه كمېټې چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي په تېر وخت كښې دواړو ګوندونو لوټ مار كړے ، اقربا پروري زياته كړې شوې. د ګل ??ه ورځ د سېنېټ غونډه كښې سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل بايد اپوزيشن تعميري سياست كړے ؤ، د تېر وخت حكومتونو د معيشت او پي آئي اے پشمول ټولې ادارې تباه كړي. ټولې ادارې ئې په خساره كښې پرېښودي . ده ووئيل د دوي جې??وب?? ډك شوي او غريب لا غريب شوے. دوي په ادارو كښې خپل خلق بهرتي كړي، مېرټ تر پښو لاندې شوے. دوي هېواد په ګډه لوټلے، د اتلسم بدلون جاج ??خستل ضروري دي. وفاق په صوبو او صوبو ??ه وفاق پړه اچولې، مونږ له به كتل وي چې اولس ته څه وركړے كېږي . ده ووئيل د ع??ران خان په ضد مقدمه جوړه شوې وه ، هغه ټول دستاوېزات وړاندې كړي ، خو دوي د پانامه په معامله قطرې خط وړاندې كړو. ده ووئيل مونږ اپوزيشن وا??رې??و اوس دې زمونږ هم واوري. د پخواني نظام او طرز حكومت په نتيجه كښې اولس له څه هم نه دي وركړے شوي، يو څو كورنۍ مالداره شوي۔ده ووئېل عمران خان دې هېواد لپاره هر څه كوي.