اسلام آباد 20 اپریل (اے پی پی) د وزیراعظم د سی ډی اے چارو خاص مرستيال علی نواز اعوا?? د ??ل په ورځ سوهان كښې د جوړ احساس ایم??جن??ی كیش پروګرام سینټرز دوره كړې چرته چې هغه كیش كاؤنټرز څخه د مرستې روپو وركولو طريقه اوكتله۔په دې موقع میډیا سره په خپلو خ??رو كښې ده ووئيل الحمد الله نن ټولې سینټرې په بشپړه ډول فعاله دي،يواځې د ګل په ورځ په يوه ورځ كښې يو كروړ 62 لكه 15 وره روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل دلته د رتللو مقصد وګړو ته د پروګرام په اړه پيښې ستونزې لرې كول دي، د وزیراعظم عمران خان مننه كوو چې په دې سخت وخت كښې د غريبانانو مرسته كړې۔ ده ووئيل د لاك ډاؤن له امله ځپليو لپاره احساس ایم??جن??ی كیش پروګرام د هيواد د تاريخ تر ټولو لوئ پروګرام دے ، ډیجیټل سسټم ترمخه په سپيځلې ډول مرسته وركړې كيږي۔ علی نواز اعوان ووئيل كورونا ریلیف ټائیګر فورس ر??اكار جمال بټ ته سلام كوم چا چې د احساس ایم??جن??ی كیش پروګرام ترمخه غریبانانو څخه د كمیشن اخستلو ډله نيولې ده ، مستحق كسان چا له د كمیشن وركولو حاجت نه لري