اسلام آباد ۔ 13 اپرېل (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د كورونا وائرس چېلنج مخنيوي له د ټولو صوبو ګو??نرانو او د آزاد جموں وكشمير صدر سره مشاورتي وېډيو كنفرنس كړے۔ ټولو صوبائي ګو??نرانو په دې موقع خپلې رائې وړاندې كړې او د وباﺀ د لاسه د رامخې ته شوي صورتحال په اړه ئې صدر ته بريفنګ وركړے۔ صوبائي ګو??نرانو او د آزاد جموں وكشمير صدر د وفاقي حكومت لخوا د طبي سامان په وركړه او د احساس پروګرام له مخې د مالي مرستې په شمول هېواد كښې په مرسته كولو د اط??ينان څرګندونه وكړه۔ دغسې دوئي د وباﺀ مخنيوي له په حكومتي هداياتو د عملدرآمد په لړ كښې د علماﺀ كرامو او د اولس د مرستې هم ستائنه وكړه۔ په دې مهال صدر په صوبائي ګو??نرانو او د آزاد كشمير په صدر زور راوړو چې دوئي د وفاق او د ټولو برخو ترمينځه همغږۍ ته لا وده وركړي دغسې چې په كورونا وباﺀ په فعاله ډول قابو اوموندلې شي۔ كنفرنس كښې په يوه خله يو قرارداد هم منظور كړې شو ??وم كښې چې د هندي پوځ لخوا په اېل او سي د بې درېغه ډزو پېښو او مقبوضه كشمير كښې د تېرو 8 مياشتو څخه روان لاك ډاؤن ته د لا پراختيا وركولو سره محاصره كړو مسلمانانو ته د طبي آسانيو ن?? وركولوغندنه وكړې شوه۔ كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو د وفاقي حكومت د احساس پروګرام او د روغتيا نورو منصوبو ستائنه هم وكړه۔ دوئي د سمارټ لاك ډاؤن تصور ملاتړ وكړو په كوم كښې چې د روغتيا ٬خوراك او توان په ډول ضروري صنعتونو ته د كار كولو اجازه وركولې شي۔ کانفرنس كښې د ډېټ ريليف حاجت په اړه د وزيراعظم د بيان ستائنه اوشوه۔ ګډون كوؤنكو بلوچستان او خېبر پختونخوا كښې د فصلونو په صورتحال هم د اط??ينان څرګندونه وكره۔ په دې موقع د روغتيا په شمول د ټولو ضروري خذماتو ترسره كوؤنكې عملې خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ کانفرنس كښې د آزاد كشمير صدر مسعود خان، د پنجاب ګو??نر چوھدری محمد سرور، د سندھ ګو??نر عمران اسماعیل، د بلوچستان ګو??نر امان اللہ خان یاسین زئی، د خېبر پختونخوا ګو??نر شاہ فرمان، د ګلګت بلتستان ګو??نر راجه جلال حسېن مقپون او د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ګډون كولو