اسلام آباد 27 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمر??ن خان د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې ته د وېنا په مهال په څلورو سر خطونو خبرې كړې د??۔ د جمعې په ورځ غونډې ته د وېنا په مهال وزيراعظم عمر??ن خان و??ئيل د پاكستان نمائندګي كول زما لپاره د اعزاز خبره ده ٬ زه په څلورو مهمو نكاتو خبرې كول غواړم۔ د موسمياتي بدلون په مسئله خبرې كولو سره وزيراعظم عمر??ن خان و??ئيل پاكستان د موسمياتي بدلون څخه په ځپلې شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل موسمياتي بدلون څخه پاكستان كښې واورې ورېږي٬ پاكستان يو زرعي هېواد دے كه د ماحولياتي بدلون په لړ كښې څه اونه كړې شول نو هېواد به سختو خطرو سره مخ ش??۔ د كرپشن او مني لانډرنګ په اړه وزيراعظم عمر??ن خان و??ئيل بې وسه هېوادونه اشرافيه طبقې لوټ كوي٬ هر كال د اربونو ډالره پرمختللېو هېوادونو ته منتقل كېږي٬ شتمند كسان اربو??ه ډالره په غېر قانوني توګه د اروپاﺀ هېوادونو ته منتقل كو??۔ د عمومي اسمبلۍ غونډې ته د وېنا په مهال په درېمه نكته اسلامو فوبيا خبره كښې وزيراعظم عمر??ن خان و??ئيل د نائن الېون نه پس اسلامو فوبیا تر خطر ناك حده پېل شوې ٬ د اسلاموفوبیا له امله ځېني هېوادونو كښې مسلمانانو مېرمنو له حجاب كول ګران شوي ، ځېنې لويديزو لارښودو اسلام ترهګرۍ سره تړلې چې ورسره اسلامو فوبيا پېدا شوې۔ وزیر اعظم عمر??ن خ??ن خپلې وېنا كښې په څلورمه نكته كښې په مقبوضه جمو و کشمیر كښې ظلمونه او د هند ناوړه څېره بې نقابه كړې۔ ده ووئيل ملګرو ملتونو ته د راتګ مهم مقصد د مقبوضه کشمیر صورتحال په ډاګه كول دي چې هلته څه كېږي؟ ده ووئيل د كال 2001 نه پس پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې شامل شوے او ما د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د شاملېدو ??خالفت كړے ٶ