اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د محرومو او كمزورو طبقو ښېګړې له د مدينې ریاست د تصور احساس ترمخه هېواد كښې د غريبۍ ختمولو لپاره ”احساس” پروګرام پيل كړې شوې ځګه چې د احساس نه لرلو نه غير كوم هم ق??م مهذب نه شي ګرځيدې ، نوي پاكستان كښې به وګړي د غريبۍ څخ?? خلاصولې شي، د تير وخت حكمرانانو د غریبانو احساس نه دې لرلې ?? د ??ولس په روپو به د ېهر هېوادونو دورې كيدلې، ق??م مقروض كړې شوې او د دوي اثاثې زياتې شوي، بې نامی جائیدادونو څخ?? ترلاسه روپۍ به په اولسي ښېګړه خرڅ كولې شي۔ ده دا خبره د جمعې په روځ په قامی كچه غريبۍ كښې د كمی راوستلو پروګرام “نېشنل پاورټی ګریجویشن اقدام” پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع وزیراعظم عمران خان د ټول هېواد د بيلو سيمو د لږ آمدن كلروكو وګړو له د روزګار لپاره چیكونه وركړل۔ دا خبره دې ياده وي ”نېشنل پاورټی ګریجویشن انیشیئټو” پروګرام به پھ يو وخت 100 څخ?? زياتو ضلعو كښې معارفي كولې شي۔ دا پروګرام به د سود څخ?? پاك قرض او د پیشه وره او فنی تربیې په سوب اولس له اسانۍ وركړي۔ نېشنل پاورټی ګریجویشن انیشیئټو” په اصل كښې د احساس پروګرام برخه ده د كومې اندازه چې 42 اربه 65 كروړه روپۍ لګولې شوې۔ د پروګر??م مقصد پسمانده طبقې د غريبۍ څخ?? وېستل دي او هغوي د پرمختګ پلو روانول دي۔ وزیراعظم عمران خان ډاكټر ثانیه نشتر له مباركي وركولو سره ووئيل احساس پروګرام اوس د عمل درآمد په پړاؤ كښې دے، نن د قرض جاري كولو سلسله پيل شوې، په دې پروګرام كښې د همكارۍ كوونكو ادارو او تنظیمونو مننه كوم، دا يو كوټلې پروګرام دے چې د لارې به ئې پاكستان كښې غريبي كمه شي۔ په دې كښې بيل وزارتونه خپل خپل كردار لري، ده ووئېل كه مونږ ځوانانو له هنر وركړو او كاروبار لپاره قرض وركړو نو ټولنه كښې بدلون راتللې شي۔ده ووئيل كله چې زه برتانيې ته تللې وم زه هغه وخت د يو فلاحی ریاست صحیح تصور څخ?? خبر شوم۔ فلاحی ریاست كښې د انسان قدر او عزت او احترام وي او تر دې چې د ځناورو د حقونو هم خيال ساتلې شي۔ ده ووئېل كله چې زه خپل دين ته نزدې شوم او تاريخ مې ولوستلو نو پھ دې نتيجه ورسيدم چې د لويديز كوم څيزونه مونږ ستائو هغه په اصل كښې اسلامی تعلیمات وؤ او حضور نبی كریمۖ د مدينې ریاست كښې د دې بنیاد اېښودې ؤ۔ ده ووئېل د مدينې ریاست ي?? جدید ریاست ؤ دې رياست جدید تصورات له عملی شكل وركړې۔ د مالدارو څخ?? ټیكس اخستل او به غریبانو خرڅ كړې كيدل او د ریاست كمزور طبقو د محرومۍ احساس لرې كېدلو۔ ده ووئيل د مدینې ریاست د هر دور مسلمانانو لپاره د لارې مشال دے، د انصاف وركول ، د ميرمنو حقونه وركول ، د غلامۍ ختمول د ریاست ذمه واری ده۔ وزیراعظم ووئيل چين د يوې كوټلې تګلارې سره وګړي د غريبۍ څخ?? وېستلې دي۔ده ووئيل اول به د ایشین ټائیګر او لاهور څخ?? پیرس جوړولو ادعاګانې كيدې ،د مالدارو او غریبانو لپاره د درملنې جلا جلا معیار او روغتون ؤ۔ پاكستان كښې به غريبانان وګړي د رنځونو ښكار وؤ، ده ووئېل تر 30 كاله په اقتدار كښې پاتې كيدو سره هغوي يو روغتون هم نه دې جوړ كړې چرته چې هغوي خپله درملنه وكړي۔ده ووئيل د احساس پروګر??م مقصد هم د مدينې رياست د تصور احساس لرل دي۔ ده ووئيل مونږ به احساس پروګرام په سپيځلې بنیادونو چلوو، نن په 490 ځايونو 42 اربه 50 كروړه روپو څخ?? زياتې روپۍ وركول پيل شوي، 82 زره وګړو له مونږ د سود نه غير قرض وركوو۔ دستوره كښې د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان، د پارلمانی چارو وزير سناتور اعظم سواتی، د پیشه وره تعلیم او فنی تربیې وزیر شفقت محمود نه علاوہ وفاقی وزيرانو، د اسمبلۍ غړو، سفارت کارو، بيلو سماجی او غیر سرکاری تنظیمونو نمائندګانو او دې پروګرام څخ?? استفاده كوونكو ګډون كولو۔)ص ف/ض