اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومتي چارو ډيجيټلائزېشن او د حكومت وژن له مخې سپيځلتيا باوري كول٬د ??رې فيتې خاتمې٬ د مجموعي خذمات رسنې باوري كولو لپاره ?? بلاك چين غوندې جديد ترين آئ?? ټي ټېكنالوجي په كارولو غور اوشو۔د متحده عرب امارات څخه پاكستانو آئ?? ټي پوهانو د بېلو سركاري چارو ډيجيټلائزېشن په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔دا ډله د وزيراعظم د خاص چارو مرستيال ذوالفقار عباس بخاري رابللې وه۔په غونډه كښې د بلاك چين غوندې جديدې ټېكنالوجي كارولو او د حكومتي چارو سپيځلو او په موثره ??وړولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بريفنګ په مهال د پاكستان لپاره نيكسټ جنرېشن ټرېډ پليټ فارم ته خاص پام لرنه وكړې شوه كوم سره به چې پاكستان خپل تجارتي شراكتدارو سره ?? ښه تجارت نوې دور ته داخل شي۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل ډيجيټلائزېشن د سركاري چارو موثره ??و سپيځلتيا لپاره مهم دے۔آئ?? ټي ټېكنالوجي به د دې مسئلو حل كولو له مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل د جديدې ټېكنالوجي سره به په معاشي پرمختګ كښې خنډان لرې شي او ډيجيټلائزېشن سره به د سركاري ادارو ترمينځه رابطې او هم غږۍ ته وده ترلاسه شي او د كاروبار آسانۍ له به مرسته ترلاسه شي۔