اسلام آباد/ګھوټکی ۔ 30 مارچ(اے پی پی) وزیرِ اعظم عمران خان وئيل?? دي د كرپشن او لوټ مار په ډاګه كولو مشن د پاكستان تحريك انصاف او ددې د اتحادي ګوندونو ?? ګډې ??رېكړه وه۔ مونږ به دا مشن پايې ته رسوو۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د ګھوټكي دورې په موقع د علي محمد ګوهر په كور د قومي اسمبلۍ غړو او سينئر مشرتابه سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د سندھ د اولس د بې وزلۍ سبب د وسائلو كمې نه بلكې بې درېغه كرپشن دې كوم چې د صوبې اولس د بې وزلۍ دلدل ته ټېله كړې دي۔ده وئيل د ذاتي ګټو لپاره ادارې تباه كړې شو?? دي او د اولس په پېسو خپلې بوجۍ ډكې كړې شو?? دي۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف په كوم منشور چې اتحادي ګوندونو لبېك وئيلې مونږ له به په ګډه دغه ايجنډا عملي كول وي۔ وزیراعظم ووئيل اولسي نمائندګان دې د اولس مسئلې په ګوته كړي او ددې حل كولو له دې متحرك كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل وفاقی حکومت به د سندھ مسئلو حل كولو كښې هر ډول ممكنه مرسته كوي۔