سکھر۔9مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پ??كس????ن ګټې ٬ نظريه او جغرافيه محفوظ ده۔ د پاك او هند ترمينځھ چې د تاؤ تريخوالي كومه وضعه پېدا شوې وه د حكومت د غوره تږلارې لامله هغې كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ د پ??كس??ان د كردار نړۍ اعتراف كړې۔ مونږ هېواد كښې معيشت ته وده وركولو سره د روزګار موقعې رامخې ته كول غواړو۔ افغانستان كښې د امن په ځائې كېدل زمونږ په ترجيحاتو كښې شامل دي۔ سكھر كښې ميډيا سره خبرو كښې د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د مودی سرکار مجبوری ټاكنې دي۔ تر ټاكنو كېدو به د دده لهجه هم دغسې وي۔ د هند د مخالفې ډلې ګوندونه دده په پالېسيو ټكونه كوي۔ هغوي غواړي چې د پلاومه پېښې حقيقت دې وښودلې شي۔ د مودي بيانيه پخپله هند كښې منلې نه شي۔ ده ووئيل وزيراعظم د امن ښكاره پېغام وركړې دې۔ مونږ امن غواړو ولې كه جارحيت وكړې شو نو سم ځواب به ئې كوو۔ ده ووئيل د كشمير مسئله كال 1948 څخه را??وانه ده۔ په دې مسئله د ملګرو ملتونو قراردادونه دي۔ پ??كس??ان نن هم ددغه ??راردادونو پابند دې۔ هند وعده كړې ولې د تېښتې لاره خپلوي۔ ملګرو ملتونو په كشميريانو د ظلم راپور خپور كړې۔ دې راپور كښې سپارښتنه شوې چې كمېشن دې جوړ كړې شي او نړۍ دې حقائقو څخه خبر كړې شي۔ د كشمير په اړه حريت مشرتابه او كانګرېس دا وائي چې د كشمير په اړه د هند پالېسي غلطه ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په نېشنل اېكشن پلان اتفاق خو ټولو ګوندونو كړې وو ولې عمل پرې چا هم نه دې كړې۔ موجوده حكومت په دې كار او عملدرآمد كړې۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د كوم فشار نه غېر د هېواد د ګټو پرېكړه كوي۔ هند سره زمونږ تجارت محدود دے۔ هند ته به د كوم جارحيت كولو موقع نه وركوو۔ كه جارحيت ئې وكړو نو ځواب به ئې كولې شي۔ ده ووئيل پ??كس??ان نړۍ ته د امن پېغام وركړې دې۔ ده ووئيل پ??كس??اني ميډيا چې په قومي ازمائش كښې كوم كردار ترسره كړې د ستائنې وړ دې۔ ده ووئيل د يو خارجه وزير په حېث زه د پ??كس??اني ميډيا ستائنه كوم۔ ده ووئيل زمونږ پالېسي د ميډيا آزادي ده۔ مونږ په ميډيا كوم بندېز لګولې نه د??۔ پخوانو حكومتونو اشتهارونه وركړي ولې رقم ئې ادا كړې نه دې۔