ملتان 02 فرروي (اے پي پي﴾ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې جمهوريت٬ آئين او آتلسم بدلون كوم خطر نه لري٬ د مخالفې ډلې ګوندونه غېر ضروري ډونډورې كوي۔ د خالي په ورځ په ملتان كښې خبريالانو سره پ?? خبرو ك ښې ده ووئيل چې جمهوريت او آتلسم بدلون هېڅ خطر سره نه دي مخ شوي خو د يو شمېر سياسي شخصياتو مفاداتو ته خطر كې??ے شي۔ ده ووئيل چې د صوبو اختيارت مونږ پرون هم منل او نن ئې هم منو٬ د دوي آئيني حقوق هېڅ خطر نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هېڅ ډيل نه دې كړے٬ ډيل په مسلم ليګ او پيپلز ګوند كښې كېږي٬ پيپلز ګوند او ن ليګ تر پرون ??و بل سره لاس او ګرېوان و خو نن ئې ډيل كړې او يو ځائ شوي دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پرېكنده قوت اولس دے او اولس د تحريك انصاف په ??ق كښې پرېكړه كړې۔ ده ووئيل چې د نېب په ??ړه د شور كوونكو نه پ??ښتنه كول غواړم چې د دوي په ??د مقدمې چا جوړې كړې دي۔ ده ووئيل چې ن ليګ د پيپلز ګوند او پيپلز ګوند د ن ليګ په ??د مقدمې جوړې كړې دي۔ مونږ هڅه كوو چې زمونږ په ??ور كښې د هېواد لوټل شوے دولت بېرته راشي۔