اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د وزیر اعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال سید ذ??ال??قار عباس بخاري دبئۍ كښې د آمرن لېبر كېمپ دوره كولو سره په كېمپ كښې موجودو د پاكستان خواري كښو څخه د ھغوي د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه كړې ٬ د دوي مسئلو او د چارواكو رويو په اړه ئې تفصيلي معلومات ترلاسه كړل۔ د سيد ذ??ال??قار عباس بخاري د ياد شوي كېمپ دا دويمه دوره ده۔ په دې موقع ذ??ال??قار عباس بخارې د پاكستان خواري كښو ته د وركړې شوو آسانيو جاج هم واخست۔ په دې موقع ذ??ال??قار عباس بخاري ووئيل مزدوران زمونږ د هېواد اثاثه دي٬ د دوي په خوشحالۍ مې زړه خوشحاله شوے٬ د دوي تكليف زمونږ تكليف دے٬ حكومت بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپله آثاثه ګڼي۔ په دې موقع ده ووئيل په قانوني توګه پیسې پاكستان ته د لېږلو په اړه يو كمپائن چلوٶ٬ هر كس څوك چې بهر مېشته دے بايد د ھغه د پاكستان په بدلون كښې كردار وي۔ لېبر كېمپ كښې ?? نیشنل بانك آف پاکستان لخوا د مي??زي??ل نائټ اهتمام هم شوې ٶ او په دې موقع د قانون د لارې روپې پاكستان ته د لېږلو په اړه خبرتيا هم وركړې شوې٬ سيد ذ??ال??قار عباس بخاري د نېشنل بانك لخوا خواركښو له ډالۍ هم وركړې