لاهور 05 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئ??لي دي چې د وزيراعظم عمران خان د ذهني پوخوالي له امله مو په امريكا كښې نوې مقام جوړ ??ړے٬ پاكستان د معاشي بحران نه وځي٬ سيمه ايزو طاقتونو سره زمونږ اړيكې ښې كېږي٬ د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو لپاره مو زب??ني منظوري ترلاسه كړې٬ د رائل پام څخه د رېلوے درې ارب?? روپې اخستلو لپاره به عدالت ته رجوع كوو٬ نجي څانګې سره په ګډه د رېلوے اېف اېم رېډيو پېل كوو٬ نرېند مودي په بدلېدونكو حالاتو كښې پرېشان دے٬ هغه څه هم كولې شي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په رېلوے هېډكوارټرز كښې د لوړې پاې غونډې نه پس خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ شېخ رشيد احمد ووئيل چې د رائل پام قبضه ترلاسه شوې او قبضه ګر??پ ويستل كېدو سره ستره محكمه په خپله راغلې۔ ده ووئيل چې د كال 2004م څخه رېلوے ته يو?? روپې نه ده ترلاسه شوې٬ مونږ ته د رائل پام نه درې ارب?? روپې اخستل دي٬ دې لپاره به عدالت ته ځو چې د دوي د اكاؤنټس نه دې پېسې وصول كړې شي۔ ده ووئيل چې ښه خبر دا دے چې د رېلوے پوليسو تنخاګانې د پنجاب پوليسو برابر كولو پرېكړه شوې او په دې لړ كښې د سمرې زب??ني منظوري ترلاسه كړې شوې۔ ده ووئيل چې په معاشي توګه حالات ډېر خراب دي٬ خو كرپشن ختمول دي ځكه دا اقدام به كول وي٬ مونګ ته د رېلوے نه بغېر ټكټ سفر ختمول دي۔ تېره اونې مونږ د بغېر ټكټ كوونكو نه شپږ كروړه او په دې اونې كښې درې كروړ?? روپې وصول كړې دي۔