اسلام آباد 30 نومبر(اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي قبائېلي اولس هېواد او قام لپاره بلها قربانۍ وركړې ٬وخت راغلې چې د انضمام عمل زر تر زره بشپړ كړې شي او د دې ميو څخه قبائېلي اولس ګټه پورته كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده دوه ورځنۍ دورې پھ مهال د جمعې پھ ورځ په ګورنر هاؤس پېښور كښې د ف??ټا انضمام په اړه د بريفنګ په مهال وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬د صوبائي اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني٬مشر صوبائي وزير عاطف خان٬د اطلاعات صوبائي وزير شوكت يوسفزئي٬د قانون وزير سلطان محمد خان٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر نويد كامران بلوچ او د ف??ټا سېكرټرېټ اېډېشنل سېكتر هم موجود وو۔د صوبائي وزير شوكت يوسفزئي ترمخه ??ولس مشر د ف??ټا د پخوانۍ انضمام په لړ كښې د قانوني او انتظامي چارو څخه ??بر كړو۔اولس مشر ته په دې موقع ووئيل شول په پخوانۍ فاټا كښې د تعينات ليويز فورس او خاصه دارو ملازمتونه به په ځاې ساتلې شي او دغلته به د صوبائي اسمبلو چوكۍ لپاره ټاكنې د راروان كال مئي مياش??ې څخه وړاندې كو??ې شي۔اولس مشر ته دا هم ووئيل شول انتظاميې اډانې بيا جوړولو له د كابينې كمېټي تشكيل كړی شوې كو??ه به چې په پنځلسو ورځو كښې خپل راپور كابينې ته وړاندې كړي۔اولس مشر په دې مهال خ??لو خبرو كښې ووئيل د قبائېلي ضلعو لپاره به په ټېكس كښې پنځو كلونو لپاره د وركړې شوي رعايت څخه ??رمايه كار ګټھ پورته كړي۔اولس مشر ته د بي آر ټي منصوبې پھ اړه هم بريفنګ وركړې شو۔دا منصوبه به د راروان كال تر اپرېل مياشتې ترسره كړی شي كو??ه چې په 68 كلوميټره فيډر روټس مشتمله ده ۔په دې كښې به 230 بسونه د اولس خذمت لپاره چلولې شي۔اولس مشر د دې منصوبې ستائنه كو??و سره ووئيل دا يوه غوره منصوبه ده او دې سره به اولس ته د سفر غوره آسانۍ ترلاسه شي۔اولس مشر سپارښتنه وكړه د دې منصوبې زر تر زره ترسره كو?? باوري كړئ۔