جهلم 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري ??وا?? حسېن وئيلي دي چې اپوزيشن غواړي چې څوك دې پوښتنه نه كوي چې په لس كلونو كښې اربونه روپې چرته لاړې٬ كله چې د كرپشن په پلو پام وګرځول شي او د ډاكوانو د نه پرېښودلو خبره وكړې شي نو اپوزيشن واك آؤټ كوي٬ كومو به چې تر پرون په سائيكل سفر كولو ٬ نن هغه په لويو لويو ګاډو كښې ګرځي٬ د كهربونو د حساب په غوښتلو جمهوريت خطر سره مخ كېږي٬ اولس د څښكلو پاكې اوبه نه لري او واكمن مېټرو جوړوي٬ زمونږ په تعليمي ادارو كښې انګرېزي ښودلو لپاره استاد نشته او د پخوانو واكمنو بچي پ?? لندن او امريكا كښې زده ??ړې كوي٬ كومو خلقو چې خزانه خالي كړې٬ د دوي نه به پېسې بېرته اخلو٬ هېواد فلاحي رياست جوړولو لپاره به د وسيلو منصفانه تقسيم كول وي٬ داسې نظام به راوړو چې پكښې سركاري پېسه د عام وګړي په خوښه استعمال كړې شي٬ زمونږ عزت د اولس په لاس كښې دے او اولس سره كړي لوظونه به پوره كوو۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د جهلم په فتح پور سيمه كښې د كاركنانو كنونشن ته د وې??ا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ غړي چوهدري فرخ الطاف٬ د صوبائي اسمبلۍ غړي راجه ياور كمال٬ د صوبائي اسمبلۍ غړې ثمرينه جاوېد او راجه منور هم وې??ا وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري ??وا?? حسېن كنونشن ته په خپله وې??ا كښې ووئيل چې فلاحي رياست جوړولو لپاره به د وسيلو منصفانه تقسيم كول وي۔ اولس څښكلو لپاره پاكې اوبه نه لري او واكمن مېټرو جوړوي۔ د جهلم خلق د زرګونو كلونو پخواني تاريخ امين خلق دي٬ دوي خپل حق غواړي٬ د حكومت ذمه واري ده چې د دې سيمو پرمختګ لپاره اقدامات وكړي۔ ده ??وئيل چې هر كال د جهلم څخه اربونه روپې قومي خزانې ته ځي ??و فنډونه به په لاهور خرڅ كولې شول۔ كه لاهور٬ كراچې او اسلام آباد زمونږ ښارونه دي نو جهلم او ډومېلي هم زمونږ ښارونه دي۔ ده ??وئيل چې 15 سوه اربه روپې بلوچستان ته تللې دي خو په بلوچستان كښې كوم د كار روغتون نشته٬ د تېرو لسو كلونو په مهال كهربون روپې چرته لاړې۔ چې كله دا پوښتنه كېږي نو جمهوريت خطر سره مخ كېږي۔ ده ??وئيل چې د اولس نمائندګي نه كوونكې پارلمان څنګه چلېدې شي٬ كه پارلمان داسې وچلول شو نو هېواد به ونه چلېږي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت به داسې نظام جوړوي چرته به چې سركاري پېسه د عام وګړي په خېر ښېګړه خرڅ كېږي٬ او دا يوازې د بلدياتي نظام د لارې ممكن ده۔ ده ??وئيل چې اولس څښكلو لپاره اوبه نه لري٬ روزګار نه لري٬ برېښنا نه لري٬ خو كوم خلق چې تر پرون په سائيكل ګرځېدل نن هغه په لويو لويو ګاډو كښې ګرځي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري ??وا?? حسېن ووئيل چې ٬ زمونږ عزت د اولس په لاس كښې دے او اولس سره كړي لوظونه به پوره كوو۔ ده ??وئيل چې په ډومېلي كښې د څښكلو اوبه نشته او په لاهور كښې مېټرو ټرېن چلوې۔ زمونږ بچو لپاره په سكولونو كښې ناستې لپاره چوكې نشته۔ ده ??وئيل چې وزيراعظم عمران خان د طاقتور بلدياتي نظام خبره كوي چې دغسې د اولس پېسې اولس ته ورسي۔ ده ??وئيل چې د تحريك انصاف وړومبې لوظ د غلو او ډاكوانو نه پېسې بېرته اخستل دي او مونږ په دې قائم يو ٬ دوي سره به حساب كوو۔ ده ??وئيل چې اولس لپاره به اسانيې برابرولې شي۔