اسلام آباد 20 ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاہ محمود قریشی د وزیر اعظم عمران خان دورې په مهال په ميلمستيا كولو د سعودی عرب او متحدہ عر?? امارات مننه وكړه۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی څوك چې د دورې په مهال د وزیر اعظم سره ملګرې ؤ هېواد ته راستنيدو نه پس د زيارت په ورځ په خپل ټویټ پیغام كښې د خپلو نيك?? هيلو څرګندونه كړې۔ خارجه وزير په خاص توګه د سعودی فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود مننه وكړه چا چې پلاوي له خانه کعبې او د رسولؐ روضې ته د داخليدو موقع وركړه۔ ده ووئيل ” زه د خادم الحرمېن الشریفېن شاہ سلمان بن عبدالعزیز السعود مننه كوم چا چې مونږ له عزت راكړې او خانه کعبې او د رسولؐ روضې ته د داخليدو خاص موقع ئې ??اك??ه” ۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د روانې مياشت په آخر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د سعودی خپل همڅنګ سره ملاقات ته سترګې په لار يم۔ده ووئيل مونږ يو بل سره قوي اړيكې لرو او دا اړيكې په شريكه مرسته او ورورولۍ اډانه دي۔ ده ووئيل زه د سعودی خارجه وزير عادل الجبیر سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع خپلو اوسنو خبرو اترو مخ پھ وړاندې بوتللو خوښې لرم۔ خارجه وزير د ابو ظهبی ولی عهد محمد بن زید النیهان په روایتی ميلمستيا د هغه مننه وكړه ۔ ده ووئيل متحدہ عر?? امارات نه يواځې زمونږ مهم تجارتی اود سرمایه کارۍ شراک?? دار دې بلکه د پاکستان اولس په خپلو زړونو كښې د متحدہ عر?? امارات لپاره خاص ميينه لري او متحدہ عر?? امارات د پاکستان د کرکټ دويم كور دې۔