اسلام آباد 28 اپرېل (اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي مواصلاتو وفاقي وزير انوشه رحمان وئېلي دي چې ح??وم?? د زده كونكو لپاره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنالوجي پروګرام د كار دائره تر ټولو صوبو رسولو منصوبه بندي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې “ټيكنګ سټاك اينډ موونګ فارورډ” په سرخط كنفرنس ته خطاب په مهال وكړه۔ كنفرنس د نېشنل ټېكنالوجي فنډ او يونيورسل سروس فنډ د انفارمېشن ټېكنالوجي وزارت په اشتراك سره شوې ؤ۔وفاقي وزيرې وو??يل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت 26 ارب روپۍ لګښت سره په بلوچستان د صوبې اولس له تهري جي سروسز وركولو پروژه پېل كړی۔دا صوبه كښې د ت??ريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري ده چې مقصد ئې ګڼ شمېر كليو له د تهري جي سروس وركول دي۔دې وو??يل چې ټېلي كام كمپنۍ د يو اېس اېف د لارې د هې??اد په محصولاتو كښې خپله برخه شاملوي٬د پاكستان ټېلي كام آپريټرز كوم كښې چې يوفون هم شامل دې٬ په 12 پروژو ترلاسه كولو كښې كامياب شوي۔كمپنۍ 12.4 ارب روپۍ ماليت پروژې د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو سبي٬قلات٬خضدار٬چاغي آواران٬خاران٬واشك او ډېره بګټي كښې معارفي كړي۔ وزيراعظم وئېلي دي چې ح??وم?? هر ډول هڅه كوي چې تر 2020 به پاكستان كښې فائيو جي ټېكنالوجي معارفي كړې شي۔