اسلام آباد ۔ 3 جنوری (اے پی پی) د پاكستان سمندري ځواك كښې اوس اوس شامل كړې شوي فاسټ اټېک کرافټ (میزائل ) پی اېن اېس همت په شمالي بحيره عرب كښې د لائيو وېپن فائرنګ غوره مظاهره كړې ده ۔ پی اېن اېس همت خپل هېواد كښې تيار كړې حربه نېول کروزمیزائل فائر كړو كوم چې د اوبو كچې څخه وار كوؤنكې اېنټی شپ او د زمكيز بريد صلاحيت لرونكې توغندې دے۔ میزائل خپل هدف كاميابۍ سره په نښه كړو۔ چیف آف دی نېول اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی د پاك سمندري ځواك جهاز پی اېن اېس عالمګیر څخه د فائرنګ دا مظاهره وكتله۔ په دې مهال د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ظفر محمود عباسی د پاکستان نیول فلیټ یونټس په آپرېشنل تیاریانو د بشپړ اطمينان ??رګندونه وكړه او د هغه ټولو اړوندو كسانو هڅې ئې وستائلې د چا په سوب چې دا مهم سنګ ميل ممكن شؤ۔ د?? د هېواد دننه دف??عي صلاحيتونه غوره كولو او په بهرنيو هېوادونو د اډانې كمولو په حاجت زور راوړو۔ د?? د دې عزم پخلې وكړو چې پاك سمندري ځواك به د بحري دف??ع او د ګټو ساتنه په هر قيمت باوري كوي۔ د?? حربه نېول وېپن سسټم منصوبه كاميابۍ سره د ترسره كوؤنكو انجینئرانو او محققینو هم ستائنه وكړه۔