اسلام آباد 16 جو??ائ?? (اے پي پي) پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر?? محمد صفدر په ايون فيلډ ريف??نس كښې د احتساب عداكت پرېكړه چېلنج كولو سره په اسلام آباد هائي كورټ كښې د سزا په ضد خواستونه دائر كړي دي په كومو كښې چې د قېد٬ جرمانې٬ نااهلې او د جائېداد د ضبط كولو حكم د لغوا ګرځولو خواست شوے۔ د خواجه حارث او د امجد پروېز اېډوكېټس د لارې په دائر كړې شويو خواستونو كښې د احتساب عدالت جج او نېټ فريق جوړ كړې شوي دي۔ د ګل په ورځ د نواز شريف٬ مريم نواز او د كېپټن ﴿ر?? محمد صفدر د وكيلانو لخوا په دائر كړې شويو اپيلونو كښې خواست شوے چې نواز شريف٬ مريم نواز او كېپټن ﴿ر﴾ صفدر دې خوشي كړې شي٬ د اپيلونو تر پرېكړه دې نواز شريف٬ مريم نواز او صفدر په ضمانت خوشي كړے شي او په عارضي توګه دې د نواز شريف٬ مريم نواز او د صفدر سزا معطل كړې شي۔ په اپيلونو كښې وئيلي شوي دي چې د ضمني ريف??نس او عبوري ريف??نس په تورونو كښې تضاد دے٬ حسن او حسېن نواز ته د ضمني ريف??نس نوټس نه دې لېږل شوے۔ د صفائې په بيا?? كښې وئيلي شوي دي چې استعاثه د تورونو په ثابتولو كښې ناكامه شوې۔ په دفاع كښې د ګواه وړاندې كولو ضرورت نه و۔ د شك ګټه تورن ته رسي۔ د احتساب عدالت جج مس كنډكټ كړے۔ د احتساب عدالت د جو??ائ?? د 6مې نېټې پرېكړه دې لغوا وګرځول شي۔ په خواستونو كښې وئيلي شوي دي چې عدالت ته يوه اونۍ د پرېكړې موخر كولو خواست شوے و۔ احتساب عدالت خواست رد كولو سره په غېر حاضرې كښې پرېكړې اورولې۔ په اپيل كښې د نواز شريف چارج شيټ هم شامل كړے شوے۔