چن ډاؤ 08 جون (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د شنګهائي مر??تې تنظيم 18مې مشرانو غونډه كښې ګډون له د جمعې پھ ورځ په څلور ورځنۍ دوره چين ته رسېدلې دے ۔چين ته په رسېدو دوهم خارجه وزير كانګ شوانګ يو او د شانډاؤنګ صوبې دوهم ګورنر رين ايرونګ د ده هر??لے وكړو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه او په چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد هم په دې موقع موجود وو۔د چين وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې اولس مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو دغسې دوه ماشومانو اولس مشر له د ګلونو ډالۍ وركړه۔اولس مشر به(نن)د خالي په ورځ د شنګهائي مر??تې تنظيم اتلسم مشرانو غونډه كښې ګډون كوي۔كنفرنس به په 9 او 10 جون د چين ساحلي او صنعتي ښار چن ډاؤ كښې كېږي۔په اېس سي او كښې د پاكستان د شموليت نه پس دا وړومبۍ د مشرانو كنفرنس دے۔اولس مشر ته په كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه د چين اولس مشر شي جن پنګ وركړې وه۔رياستي مشرانو كونسل اېس سي او د اعلٰی پريكړې كولو فورم دے د كومې په كلنه غونډه كښې چې د تنظيم په ترجيحاتو٬بېلو اړخونو او په نورو چ??رو بحث كېږي۔په غونډه كښې د اېس سي او غړو هې??اد??نو حكومتي مشران٬نمائندګان٬د مبصرو هې??اد??نو او يو اېن٬ سي آئي اېس٬ آسيا٬آئي اېم اېف او د نړيوال بانك پشمول د نړيوالو تنظيمونو نمائندګان ګډون كوي۔اېس سي او د حكومتونو ترمينځه يو تنظيم دے چې مقصد يې شريك مقصد٬باور او ښې اړيكې مستحكم كول٬سياست او تجارت٬معيشت٬سائنس او ټېكنالوجي٬كلتور٬تعليم٬سېلګرۍ او نورو څانګو كښې مر??تې ته وده وركول دي۔په دې موقع به اولس مشر ممنون حسېن د سيمې خپلو هم څنګو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي