کراچۍ 28 مارچ (اے پی پی) چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل ظفر محمود عب??سی د شورو په ورځ ګوادر او اورماړہ كښې د پاك بحریه تنصیباتو دوره وكړه۔ د دورې مقصد د نیول یونټس آپریشنل تیاریو او ګوادر كښې د پاك بحریه پروژو پیشرفت جاج اخستل وؤ۔ جاری کړې اعلامیې له مخې ګوادر هوائي ميدان ته په تګ کمانډر کوسټ رئیر ایډمرل معظم الیاس د چیف آف نیول اسټاف هركلې وكړو۔ دې نه وړاندې کمانډر ویسټ کموډور راحت احمد اعوان نیول چیف د میری ټائ?? سیکورټی ټاسك فورس (۔88((CMS TF-88، کوسټل سیکورټی او هاربر ډیفنس فورس كوم چې ګوادر كښې د سی پیك منصوبو میری ټائ?? سیکورټی لپاره جوړ شوې تفصیلی بریفنګ وركړو۔ چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل ظفر محمود عب??سی په CMSTF-88 آپریشنل تیاریو د اطمینان څرګن??ون?? وكړه۔ په دې موقع د ګوادر پورټ اتھارټی چئیرمېن هم ګوادر پورټ هلو ځلو او پورټ او ښار لا پراخه كولو په اړه بریفنګ وركړو۔ ایډمرل ظفر محمود عب??سی د بحریه ماډل اسکول ګوادر تعمیراتی کار جاج هم واخست