پنډۍ ۔ 16 جنوری (اے پی پی) پخواني وزيراعظم راجه پروېز ??شرف وئيلي دي سي پېك د پاكستان معاشي سباؤن دے۔ ددې منصوبې كاميابۍ له به مونږ له يو قام جوړېدل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د آرمی وېلفېئر ټرسټ او نجی کمپنی شنز ترسېوري لاندې د يو هاؤس??ګ سكيم لانچنګ دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپل خطاب كښې وكړه۔ پخواني وزيراعظ?? ووئيل د پاكستان د زياتېدونكې ودانۍ غوښتنې ترسره كولو له نوې رهائشي منصوبو ته اړتيا ده۔ دستوره كښې د پنډۍ ميئر سردار نسيم خان ٬ د سويټ هوم چيئرمېن زمرد خان ٬ اېم پي اے عارف عباسي ٬ راشد حفيظ او نورو سياسي او عسكري شخصياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د آرمی وېلفئېر ټرسټ اېم ډي جنرل (ر) خالد ربانی ووئيل د پ??ك پوځ قربانيو سره هېواد كښې امن په ځائې شوې او د سي پېك منصوبې پايې ته رسولو له پ??ك پوځ كار كوي۔ ده ووئيل منطقه كښی امن په ځائې كېدو سره به خوشحالي او ترقي راشي۔ ده ووئيل ډی 18 هاؤسنګ پراجېکټ كښی پوځي ځوانانو او افسرانو سره سره به د شهيدانو كورنيو ته تيار كورونه وركولې شي۔ سی ای او شنز په دې مهال اعلان وكړو چې په دې هاؤس??ګ سوسائټي كښې به هر كال 10 تيار كورونه د شهيدانو كونډو ته وركولې شي