اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د كرسمس بنيادي روح دا دے چې خوشحالې وويشل شي او ټول انسانيت سره مينه وكړې شي٬ د پاكستان حكومت د مذهب٬ عقيدې او يقين نه پرته د ټولو وګړو مساوي او يو ډول آزادي مقدسه ګڼي٬ د كرسمس په موقع خپ??و ټولو مسيحي وروڼو ته مباركي وركوم۔ د كرسمس په موقع په خپ?? پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې يسوع مسيح د ټولو انسانانو په نېك او پاك ژو??د تېرولو كښې لارښونه كړې او دوي ته ئې وئيلي دي چې د خدائ نه رحمت طلب كړي۔ وزيراعظم په دې موقع د ترهګرې په ضد جنګ كښې د مسيحي وروڼو قربانيو ته پېروينه وړاندې كړه۔ ده ووئيل چې يسوچ مسيح د امن٬ ورورولې او محبت تعليمات او خيالات ټول انسانيت لپاره دي۔ ده ووئيل چې مونږ يوه داسې ټولنه جوړولو لپاره پوخ عزم لرو چرته چې د اختلاف رائې احترام وكړې شي٬ يو قوم چې پكښې برداشت او همغږي وي او يو رياست چې پكښې ټول وګړي يو ډول حقوق او موقعې ولري۔ ده ووئيل چې مونږ په خپ??و مسيحي وروڼو فخر كوو٬ هغوي زمونږ د كثيرالثقافتي سيا??ت لازمي جزو دي او زه باور لرم چې هغوي به د پاكستان په پرمختګ او خوشحالې كښې روان كردار لا ګړندې كړي۔