فېصل آباد 25 نومبر (اے پي پي) د فېصل آباد د نشاط آباد تاڼې په سيمه كښ?? سي ټي ډي سره د مقابلې په مهال د لغوا ډلې څلور ترهګر وژل شوي او د دوي څخه وسله او چاودېدونكي توكي ترلاسه شوي دي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې سي ټي ډي ته پټه اطلاع وركړې ??وې وه چې لغوا ډله تحريك طالبان په فېصل آباد كښ?? د ترهګرې پلان جوړوي او د دې ډلې ترهګر فېصل آباد ته ننوځي۔ تېره شپه په اطلاع د سي ټي ډي اهلكارو په سرګودها سړك په موټرسائيكلو سوارو اووه كسانو ته د ودرېدو اشاره وكړه خو هغوي د ودرېدو په ځائ په اهلكارو ډزې ??كړ??۔ په ځوابي ډزو كښ?? څلور ترهګر په موقع مړه شول او د دوي درې ملګري په تېښته كښ?? بريالي شول۔ د ترهګرو څخه درې كلو چاودېدونكي توكي٬ دوه كلاشنكوف او نوره وسله هم ترلاسه شوې۔ په دې لړ كښ?? نورې پلټنې روانې دي۔