اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند وئېلې دي هند د پرمختيائي هلو ځلو په نوم افغان خاوره پاكستان كښې تخريب كارۍ لپاره كاروي٬ د هندي پوځ مشر د سټرائيكس پحقله بيان بېخي ناسم دے٬ دا ډول هندي بيانونه غېر ذمه واره او د منطقې امن او استحكام لپاره د خطر وړ دي٬ نړيواله ورورلي دې د هندي دړكو نوټس واخلي٬ د پاكستان ات??مي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د ات??مي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام لرې٬ پاكستان د افغانستان پشمول ټوله منطقه كښې امن او استحكام لپاره هڅې كوي۔ دا خبرې د خارجه دفتر وياند محمد ??فيس زكريا د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال وكړې ۔ د ات??مي پروګرام په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پاكستان ات??مي پروګرام پرامن او په بشپړه توګه محفوظ دے او د ات??مي تنصيباتو امنيت لپاره كوټلې كمانډ اېنډ كنټرول نظام موجود لرې۔ ده ووئيل پاکستان په دې لړ كښې د ات??مي توان نړيوالې اداراې سره بشپړه مرسته كوي٬ د دې نه علاوه پاكستان ځيني سيمه ايزو هېوادونو له د نيوكليئر تحفظ پحقله تربيه ??م وركوي٬ دې مقصد لپاره په سنټر آف اېكسلېنس كښې د تربيې اهتم??م شوې۔