اسلام آباد 27 ستمبر (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاق??ن عباسي وئېلي دي پاكستان بحرين خپل نزدې ملګرې او د باوري شراكتدار ګڼي٬پارلماني رابطو زياتولو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكې لا قوي شي٬بحرين سره د توان٬تجارت او د معيشت په نورو څانګو كښې اړيكو ته وده او پراختيا وركول غواړو۔ده دا خبرې بحرين ايوان بالا شوریٰ كونسل چيئرمېن علي بن صالح الصالح پھ مشرۍ كښې پلاوي سره په ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړې۔وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره وو??يل پاكستان بحرين خپل نزدې ملګرې او د باور وړ شراكتدار ګڼي۔ده وو??يل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې په شريك تاريخ٬كلتور او اولس ترمينځه د رابطو په بنياد اډانه دي۔وزيراعظم د بحرين پلاوي د پاكستان پارلماني غړو سره د رابطو ستائېلو سره وو??يل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا قوي شي۔وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچ پلاويو تبادلو پشمول د بحرين شاه حماد بن عيسٰی الخليفه او د بحرين وزيراعظم او د خارجه وزيرانو د دورو حواله وركولو سره وو??يل بايد دا ډول دوه اړخيزه دورې روانې وساتلې شي۔وزيراعظم وو??يل جولائي 2016 كښې د پاك بحرين دوه اړخيزه سياسي مشاورت پېل كول او فروري 2017 كښې د شريك وزارتي كونسل غونډې سره د بحرين سره د توان تجارت او د معيشت په نورو څانګو كښې اړيكو د پراختيا څخه زمونږ خوښي څرګندېږي۔د بحرين د شوریٰ كونسل پلاوي كښې دوهم چيئرمېن جميله ناسيف٬د خارجه چارو او د قامي سلامتيا كمېټۍ مشر خالد محمد ال??سلم٬د پبلك سروس كمېټۍ دوهم مشر نوار علي ال??حمود او د ځوانانو كمېتۍ غړي شامل وو۔د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني او په پاكستان كښې د بحرين سفير محمد ابراهيم محمد عبدالقادر هم په دې مهال موجود وو