اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله سره په پاكستان كښې د سعودي سفير ??وا?? بن سعيد المالكي ملاقات وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د شريكې خوښې په چارو٬د روډ ټو مكه پراجېكټ مرستې لوظ نامې په مسوده او د سعودي عرب د قامي ورځې د دستورو په اړه په بېلو پروګرامونو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير د سېلاب ځپليو لپاره په بېړنۍ بشري مرست?? د ??عودي حكومت او اولس مننه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د پاكستان څخ?? د ??ج كونكو لپار?? د ??وډ ټو مكه پراجېكټ 2022 په كامياب كولو د سعودي سفير ته مباركي وړاندې كړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې روډ ټو مكه پراجېكټ د پاكستاني حج كونكو او عمرې لپاره ډېر ګټور دے۔د روډ ټو مكه پراجېكټ په لوظ نامه كښې به لا پراختيا او ښه والي راوستلې شي۔ده ووئيل چې د پاكستان او سعودي عرب اړيكې تاريخي٬د اوږدې مودې او د ورورولۍ دي۔د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه امنيتي مرسته به لا زياتولې شي٬پاكستان او سعودي عرب به په ګډه د ټولو داخلي او سيمه ايز امنيتي چېلنجونو مقابله كوي۔ده ووئيل چې د پاكستان اولس د خادم حرمين شريفين سره خاص عقيدت او مينه لري۔سعودي عرب د پاكستان په سختو حالاتو كښې تل د زړه نه مرسته كړی٬د سېلاب ځپليو په وخت مرستې سره د پاكستان حكومت ته د ځپليو په بحالۍ كښې مرسته ترلاسه شوې په دې د هغوي مننه كوو۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل چې د سعودي عرب د قامي ورځې په اړه په دستوره كښې ګډون به زما لپاره اعزاز وي۔د پاكستان سعودي عرب ترمينځ?? د ??فارتي اړيكو 75 كاله په بشپړېدو ډېر خوشحاله يم۔د سعودي سفير ووئيل چې سعودي عرب د قامي ورځې په مناسبت سره كلت??ري دستورې كولې شي٬د پاكستان او سعودي عرب اولس يو بل ت?? د ??انزدې كولو لپاره د كلت??ري دستورو اهتمام كېږي۔