كراچي 10 سستمبر (اے پی پی)د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو كوتريس وئېلي دي په پاكستان كښې ?? تباهې كونكې سېلاب له امله بشري الميه رامخې ته كېږي٬پاكستان ته په سمدستي توګه د لوېې مالي مرستې ضرورت دے ٬د نړۍ قامونو او نړيوالو ادارو له په دې سخت وخت كښې د زړه نه د پاكستان مرسته كول پكار ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ ?? كراچۍ په هوائي مېدان د خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره مېډيا سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل په پاكستان كښې د سېلاب څخه چې كومه تباهي راغلې٬په نړۍ كښې د كوم هم آفت په مهال دومره تباهي چرته نه ده ليدلې شوې ٬دا صورتحال نشم بيانولے۔ده ووئ??ل ?? سېلاب له امله په لاكهونو خلق بې كوره شوي٬فصلونه تباه شوي٬څاروي په اوبو كښې لاهو شوي٬داسې صورتحال په پاكستان كښې بشري الميه رامخې ته كوي۔ده ووئيل موسميا??ي بدلون د نن تر ټولو لويه مسئله ده٬پاكستان د نورو هېوادونو د اقداماتو زيان پورته كوي٬د كاربن په خپرېدو كښې د 20 هېوادونو برخه 80 فيصد ده٬پرمختګ كړو هېوادونو له د موسميا??ي بدلون چېلنجونو مخ نيوي لپاره وړاندې راتلل پكار دي٬صنعتي هېوادونو له په بدتره كاربن اخراج كښې كمے كول پكار دے٬نن پاكستان د موسميا??ي بدلون ښكار دے نو سبا به كوم بل هېواد وي٬كه سمدستي اقدامات ونه كړے شول نو په سباؤن كښې به ډېره زياته خطره وي۔سېكرټري جنرل ووئيل د نړۍ قامونو او نړيوالو ادارو له په دې سخت وخت كښې د زړه نه د پاكستان مرسته پكار ده ځكه چې پاكستان ته د لاكهونو كسانو بحالۍ لپاره په سمدستي توګه د لويې مالي مرستې ضرورت دے۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيواله ورورولي به په تندۍ سره د پاكستان مرستې لپاره راوړاندې شي۔ده ووئيل د پاكستان سياسي و عسكري مشرتابه د مرستې ادارو او سماجي تنظيمونو له هم راوړاندې كېدو سره په دې مشكل حالاتو كښې د خپلو وروڼو خوئېندو مرسته كول پكار ده۔خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئ??ل ?? سېلاب له امله په پاكستان ګښې لويه تباهي راغلې٬د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل په دې سختو حالاتو كښې د پاكستان دوره خوشبينه ده او د دې دورې سره به په نړيواله كچه د پاكستان لپاره د مرستې هڅو كښې نړيوالې ورورولۍ له په متحرك كېدو مرسته ترلاسه شي۔ده د بشپړه مصروفياتو باوجود د پاكستان په دوره كولو د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل مننه وكړه۔ده ووئ??ل ?? سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره ټول وسائل كارولې كېږي۔