اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د سيالكوټ تعلق لرونكو تاجرانو او صنعتكارو يو پلا??ي د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې ملاقات كړے او د سېلاب ځپليو لپاره يې پرائم منسټر رېليف فنډ له چېك وركړے۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف هم موجود ؤ ۔په پلاوي كښې د انټرنېشنل ايئر پورټ خواجه مسعود اختر٬د ??يالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري صدر ميا عمران اكبر٬د ??لغازي ټرېكټرز سي اي او ملك احتشام اكرام او نور صنعتكار او تاجران شامل وو۔پلا??ي د سېلاب ځپليو لپاره د خطير رقم عطيه وزيراعظم ته وړاندې كړه۔دغسې پلاوي راشن او نور ضروري څيزونه د سېلاب ځپليو لپاره عطيه كړل۔وزيراعظم شهباز شريف په دې مهال ووئيل د وفاقي ح??وم?? لخوا سېلاب ځپليو له د يوې كورنۍ په سر 25000 روپۍ په سپيځلې طريقه كار وركولې كېږي او په دې مد كښې وفاقي ح??وم?? 70 اربه روپۍ بېلې كړی دي