اسل??م آباد 01 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر ع??رف علوي كشميري حريت لارښود سيد علي شاه ګېلاني ته ?? عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره وئيلي دي چې ده د جبر او د سختو ستونزو مقابله كولو سره د همت او استقامت مثال جوړ كړې٬هغه د كشميريانو د خپلواكۍ د حق د هڅو علامت و او په راتلونكي وخت كښې به هم علامت وي۔د سيد علي شاه ګېلاني په وړومبي تلين په خپل پېغام كښې صدر مملكت ووئيل چې نن پاكستان كشميري حريت لارښود سيد علي شاه ګېلاني ته ?? هغه د شهادت په وړومبي تلين پیرزوينه وړاندې كولو لپاره د كنټرول لائن په دواړو خوا كشميريانو سره شامل دې٬مونږ عظيم او رېښتنې اتل ته ??شپړه عقيدت وړاندې كوو۔د هغه كشمير او پاكستان سره غېر مشروط محبت به تل ياد ساتلې شي۔صدر ع??رف علوي ووئيل چې د هند بدتره جبر او ظلمونو په ضد د سيد علي ګيلاني مزاحمتي هڅو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د خپلواكۍ حق لپاره د هغه د ټول ژوند هڅې به اوسني او د راتلونكي وخت نسلونو لپاره د لارې مشال وي۔