اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) پاکستان به د هند په غېر قانوني قبضه كښې د جمو و كش??ير خاص حېثيت ختمولو د غېر قانوني٬ غېر اخلاقي او د غېر آئيني اقدام غندنه كوي او د هندي پوځ د محاصرې په درېو كالو ترسره ??ېد?? به پنځم اګست د استحصال ور??ې په توګه لمانځي٬ حکومت د استحصال ور??ې په موقع مظلومو كشميريانو سره د يووالي څرګندونې لپاره د سېمينارز او کنفرنسز پشمول د يو شمېر پروګرامونو اهتمام كړے او د كشميريانو په ملاتړ كښې به ګرد هېواد ??ښې لاريونونه هم كولې شي چې پكښې به د هر طبقه فكر خلق په بشپړه توګه ګډون كوي٬ ټول قام به خپلو كشمريانو وروڼو له دا پېغام وركوي چې د پاكستان اولس به د دوي د خپلواكۍ حق سپېځلو هلو ځلو او د هندي ځواكونو د ظلمونو په ضد عمرله دوي سره ولاړ وي٬ د لائن آف کنټرول په دواړو اړخونو او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان به د پنځم اګست كال 2019 د هند غېر آئيني اقدام غندنې لپاره د استحصال ورځ لمانځي۔ ګرد هېواد ??ښې به د ټولو سياسي ګوندونو كاركنان د لاريونو او نورو هلو ځلو د لارې د مقبوضه كش??ير د بې ګناه اولس په ضد د هند د رياستي ترهګرۍ په خلاف احتجاج كوي٬ د سول سوسائټۍ تنظيمونه به د كشميريانو په ضد د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزو رامخې ته كولو لپاره سېمينارز او نور پروګرامونو هم كوي۔ د استحصال ور??ې په موقع به ګرد هېواد ??ښې يوې دقيقې لپاره خاص خاموشي اختيارولې شي، ټرافېك به يوې دقيقې لپاره ايسارولې شي او سائرن به غږولے شي۔ د يوې دقيقې د خاموشۍ نه پس به په پاكستان راډيو او د پاكستان ټېلي ويژن پشمول د الېكټرانك ميډيا په چېنلز د پاكستان او جمو و كش??ير قامي سرودونه غږولې شي۔ په دې مهال به د اسلام آباد او د صوبائي سرښارونو په مهمو سترو لارر د كشميريانو حالت زار رامخئ ته كولو لپاره په مقبوضه کش??ير كښې د قابضو ځواكونو لخوا ??ېد??نكي ظلمونه رامخې ته كولو لپاره پوسټرز او بل بورډز لګولې شي٬ د اګست په پنځمه نيټه كال 2019 كښې د مودي په مشرۍ كښې د بي جے پي حكومت د هند آئين آرټيكل 370 او 35A ختم كړے ٶ د كوم له مخې چې كش??ير ته خاص حېثيت وركړے شوے ٶ