اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير مملكت ډاكټر عائشه غوث پاشا و??يل?? دي چې حكومت سركاري كمپنو لپاره نوې قانون تيار كړے، په اخراجاتو كښې كمې او خساره كمولو ته پام كوو، د سركاري كمپنو د كاركردګۍ ښه كولو سخت ضرورت دے. هغې دا خبرې د شورو په ورځ په سركاري كمپنو كښې د اصلاحاتو په اړه د خزانې وزارت سېمينار ته په خپله وېنا كښې وكړه. هغې ووئيل چې په سركاري كمپنو كښې اصلاحات ډېره مهمه موضوع ده، د 200 نه زياتې سركاري كم??نې په بېلا بېلو څانګو كښې كار كوي، ځينې كم??نې د كمپني اېكټ له مخې او ځينې د پارلمان د ق??نون له مخې جوړې كړې شوې دي خو ځينې كم??نې په زيان كښې دي. هغې ووئيل چې د سركاري كمپنو مجموعي زيان د كال د يو كهرب روپو نه زيات دے. هغې ووئيل چې په زيان چلېدونكې سركاري كم??نې د قومي مالي خسارې سبب دي. وزير مملكت ووئيل چې سركاري كم??نې د نړيوال معيار له مخې چلول د وخت ضرورت دے. هغې ووئيل چې حكومت سركاري كمپنو لپاره نوې قانون تيار كړے، په اخراجاتو كښې كمې او خساره كمولو ته پام كوو، د سركاري كمپنو د كاركردګۍ ښه كولو سخت ضرورت دے.