اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي)اتحادي حكمرانانو وئېلي دي چې مونږ غوښتنه كوو چې د درې قاضيانو په ??اې دې فل كورټ بېنچ د پنجاب اعلٰی وزير معاملې سماعت وكړي٬د فل كورټ بېنچ پريكړه به ټول پاكستان مني۔د ګل په ورځ اسلام آباد ګښې خبري كنفرنس ته وېنا كښې د پې ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ووئيل په هېواد كښې د انصاف سرلوړۍ لپاره د فل كورټ تجويز او غوښتنه شوې٬د درې قاضيانو په ??اې دې فل بېنچ د معاملې سماعت وكړي٬زمونږ وكيلانو د دې موقف په بنياد عدالت ته وړاندې كېدو سره دلائل وركړي چې د آئين له دې دې فل كورټ بېنچ جوړ كړ?? شي٬عدليې دا تجويز مسترد كړې۔ده ووئيل د پنجاب اعلٰی وزير كيس په حقله به مونږ د دې بېنچ بائيكاټ كوو٬د اتحادي ګوندونو وكيلان به مقدمه كښې نه وړاندې كېږي او د دې به بائيكاټ كوي۔ده ووئيل حكومت او پارليمان له تجويز وركوم چې په اصلاحات?? اډانه قانون سازي وكړ?? شي دغسې چې د عدليې په پريكړو د قام باور جوړ شي او دا پريكړې د سياسي او معاشي استحكام سبب وګرځي۔د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ووئيل چې د فل كورټ غوښتنه حكمران اتحاد كښې شامل د ټولو ګوندونو وه٬دا كيس د پارليمان په اړه دې٬مونږ د آئين او قانون سرلوړۍ او د عدليې وقار لپاره غوښتنه كړې وه٬د فل كورټ جوړولو زمونږ خبره كه منلې شوې وې نو ټول قام به دا پريكړه منلې وې٬حكمران اتحاد پريكړه كوي چې د پنجاب وزيراعلٰی ټاكنې په حقله د روان سماعت بائيكاټ به كول?? شي۔د مسلم ليګ(ن)لارښود او پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د انصاف او قانون تقاضا ده چې كله په بېنچ ګوته پورته كړی ش?? نو هغوي خپل ځان جلا كړي٬مونږ خواست كړې و چې دا د پارليمان معامله ده په دې دې فل كورټ جوړ كړی ش??٬د فل كورټ پريكړه به ټول پاكستان مني۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د پنجاب وزيراعلٰی په ټاكنه كښې د مسلم ليګ(ن)كانديد حمزه شهباز 197 ووټ ترلاسه كړي وو خو د هغه د 20 ووټونو نه شمېرلو پريكړه شوې وه٬د عمران خان په سپارښتنه په پنجاب كښې 20 صوبائي غړي ډي سيټ كړی ش??ي دي٬په دې حقله د نظرثانۍ كولو خواست هم شوې۔ده ووئيل په عدالت كښې د وكيلانو د اړخه كړكېچن معاملات پورته كړی ش??ي۔ده ووئيل عمران خان په سياست كښې د ناكامۍ نه پس د عدليې د لارې خپله ايجنډا مخ په وړاندې بوځي۔د بلوچستان نېشنل ګوند لارښود هاشم نوتيزئي ووئيل په هېواد كښې ټول لويې ګوندونه يو موټې دي او غوښتنه كوي چې د آزادې عدليې او انصاف سرلوړۍ په خاطر دې فل كورټ جوړ كړ?? شي دې سره به د آئين او قانون سرلوړي وشي٬كه فل كورټ جوړ نه كړې شو نو مونږ به بائيكاټ كوو