اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزيړ مفتاح اسماعيل وئيلي دي چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ كښې به د رئيل سټېټ څانګ?? ته كليدي كردار ترسره كول وي، د خزانې وزير نان فائلرز سمندرې پورې پاكستانيانو ته اسانيې وركولو لپاره اېف بي آر ته د جلا طريقه كار وضع كولو هدايت هم كړے چې دغسې په هېواد كښې د تجارتي ??ار?? احيا ممكنه كړې شي. د خزانې وزير دا خبرې د نهې په ورځ د ډي اېچ اے سټېټ اېجنټس اېسوسي ا??شن پلاوي سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د پلاوي مشري د اېسوسي ا??شن چيف پېټرن ميا عرفان اسد وكړه. پلاوي د ملاقات په مهال د خزانې وزير ته د نوي مالي په وفاقي بجټ كښې د رئيل سټېټ څانګې لپاره د مجوزه ټېكسونو او په هېواد كښې د معاشي ??ار?? اضافې لپاره تجويزونه وركړل. د خزانې وزير دې څانګې لپاره د مجوزه ټېكسونو په اهميت رڼا واچوله او وې وئيل چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره به دې څانګ?? ته كليدي كردار ترسره كول وي. د خزانې وزير پلاوي ته باور وركړو چې د هېواد اقتصادي پرمختګ لپاره به حكومت د دوي د تجويزونو ??اج اخلي. پلاوي په مرسته كولو د وفاقي وزير مننه وكړه.