اسلام آباد 26 اپريل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيري مرېم اورنګزيب سره د برتانيې ??ائي كمشنر كرسچين ټرنر د نهې په ورځ د هغې په دفتر كښې ملاقات كړے ۔ د برتانيې ??ائي كشنر مرېم اورنګزيب له د اطلاعات وزارت په منصب سنبھالولو مباركي وركړه او د دواړه هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو له ئې د كار كولو خواهش څركند كړو ۔ ملاقات كښې د ميډيا بيلو څانګو ٬ ډيجيټل ميډيا، ميډيا ټريننګ او فلم جوړولو كښې د مرستې پشمول دوه اړخيزه سفارتي اړيكو په وده د خيالاتو څركندونه وشوه۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزيري مريم اورنګزيب ووئيل فيك نيوز د پاكستان پشمول ټولې نړۍ لپاره يو لوئ چيلنج دے ۔د برتانيې ??ائي كمشنر د اطلاعات وزيرې ته د پاكستان آزادۍ په 75مه سالګره مباركي وركړه۔ ملاقات كښې د پاكستان او برتانيې سفارتي اړيك?? 75مه سالګره په ښه ډول لمانځلو ته هم اتفاق وكړے شو ۔ مرېم اورنګزيب ووئيل په 14 اګست د آزادۍ ورځې په موقع به د پاكستان او برتانيې ??ه سفارت خانو او لندن كښې خصوصي دستورې كولې شي۔ دې ووئيل پاكستان او برتانيه ?? شريكو اړيكو په احترام، پراخه سيمه ايزو او به نړيوالو مسئلو يو ډول تصورات لري، مونږ دغه اړيكو ته د قدر په سترګه ګورو