اسلام آباد??12ا??رېل(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ وزيراعظم آفس ته رسېدو سره د ذمه وارو په باضابطه توګه ترسره كول پېل كړل۔ وزيراعظم شهباز شريف دفترونو لپاره د ټاكلې شوي وخت نه وړاندې سهار 8 بجې دفتر ته ورسېد په داسې حال كښې چې د روژې ??باركې مياشتې په مهال دفترونه سهار 10 بجې پارنستلې شي۔ د وزيراعظم آفس مي??يا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف په اونۍ كښې ?? دوه ورځو په ځائې د يوې ورځې رخصتۍ او د سركاري دفترونو يۍ د 10 په ځائې په 8 بجې د پرانستلو هدايت وكړو۔ په دې مهال وزيراعظم د خپلو ذمه وارو سنبالولو سره سمدستي اولس ته ريليف وركولو له په قومي اسمبلۍ كښې ??ېره ورځ په كړې خپلو اعلانونو د عملدآرمد كولو احكامات جاري كړل۔ هغه هدايت وكړو چې د روژې ??باركې مياشتې په مهال دې په ارزانو (سستا) بازارونو كښې ?? معياري او ارزان نرخونو د څيزونو رسنه باوري كړې شي۔ هغه د رمضان بازارونو د سختې نګرانۍ كولو هدايت كولو سره خبردارې وركړو چې د ارزانو څيزونو په رسنه كښې ??ه كوم غفلت زغملې نه شي۔ هغه د پنشنرز په پنشن كښې ?? اضافې او د لږ تر لږ اجرتد 25 زره كولو په اعلان هم د فوري عملدرآمد كولو امر جاري كړو۔ وزیراعظم دوئي ته هدايت وكړو چې چمتؤ شۍ ٬ مونږ د اولس خذمت له راغلې يؤ۔ ده ووئيل ايمانداري ٬ سپېځلتيا ٬ چمتؤ پاتې كېدل او زياته خواري زمونږ د لارښودنې اصول دي۔