اسلام آباد۔22مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا نړيوالې ورځې لمانځلو قرارداد ملګرو ملتونو څخه منظوري يوه لويه كاميابي ګرځولو سره وئيلي دي چې اسلامي هېوادونو له به په خپله خا??جه پالېسۍ كښې په كور اېشوز متفق كېدو سره وړاندې تلل وي ، د نائن اېلون نه وروستو ترهګري اسلام سره وتړلې شوه٬ اسلام ترهګرۍ سره كوم تعلق نه لري٬ اسلامو فوبيا يو حقيقت دې ٬ مونږ له به خپله بيانيه مخ په وړاندې بوتلل وي٬ د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو باوجود د فلسطين او كشمير مسلمانان د خپلو بنيادي حقونو نه محرومه ساتلې شي ٬ په روسيه يوكرېن جنګ كښې او آئي سي د ثالث كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د او آئي سي خا??جه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې پرانستې سېشن ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښی د او آئي سي غړو هېوادونو خا??جه وزيرانو ٬ د اعلی كچې پلاويو او د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه ٬ د چين خا??جه وزير وانګ ي او د اسلامي پرمختيائي بېنك چيئرمېن هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل پنځلسم مارچ د اسلامو فوبيا په ضد نريواله ورځ لمانځلو قرارداد ملګرو ملتونو څخه منظوري يوه لويه كاميابي ده، په 15م مارچ په نيوزي لېنډ كښې يو وسله وال كس په جومات دننه 50 مسلمانان شهيدان كړي ٬ د نائن الېون نه پس اسلام ترهګرۍ سره تړلے شوے دے، په دې موقع د اسلامي هېوادونو واكمنو د كوټلي دريځ خپلولو په ځائ خپل ځان روشن خيال او اعتدال پسند ګرځولې، اسلام ترهګرۍ سره د تړلو عمل څخه تر ټولو زيات په لويديز كښې مسلمانان متاثره شوي، هلته د ترهګرۍ نه پس په سمدستي توګه تور په اسلام لګولې كېدو٬ ده ??وئيل څنګه يو ټولنه د يو څو جنونيانو د حركت ذمه وار جوړېدې شي۔ په وړومبي ځل دا تسليم كړې شوې چې اسلامو فوبيا يو كركه ايز څيز دے۔ وزيراعظم ووئيل كومو هېوادونو چې د مدينې رياست اصول خپل كړي دوي خوشحال شوي٬ د مدينې رياست جوړېدل نړۍ لپاره لوے انقلاب ٶ٬ نبيۖ يوازې مسلمانانو لپاره نه دې بلكې ټولې امت لپاره رحمت اللعالمين دے۔ وزيراعظم ووئيل د اسلامي هېوادونو تر ټولو زيات په وائټ كالر جرائمو قابو نه موندل وو٬ دلته بې وسه د قانون په منګولو كښې او طاقتور پرېدلې كېږي۔ د ملګرو ملتونو رپورټ له مخې په كلنه توګه 1.6 اربه ډالره دې هېوادونو څخه اوباسلې كېږي، پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې غربت د وسائلو د كمي له امله نه بلكې د كرپشن له امله دے٬ قائداعظم دا هېواد په اصل كښې د مدينې رياست جوړول غوښتل، ده ??وئيل په لويديز كښې د خپلو ځناورو دومره خيال ساتلے كېږي څومره چې دلته د انسانانو هم نه ساتلې كېږي، سوئټزرلېنډ خپل 99 فيصده ??سائلو نه لرلو باوجود يو سوكاله هېواد دې۔ وزيراعظم ووئيل مېرمنو ته د دوي حق وركول د نبي اکرم خا??م النبينۖ لخوا يو انقلابي قدم ٶ٬ د بده ??رغه پاكستان كښې 70 فيصده ??ېرمحې په وراثت كښې حق نه وركولې كېږي مونږ په دې لړ كښې قانون سازي كړې ده۔ خا??جه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ٬ د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن ابراهيم طحه ٬ د چين خا??جه وزير وانګ يي ٬ د سعودي عربستان خا??جه وزير شهزداه فېصل بن فرحان السعود ٬ د اسلامي پرمختيائي بېنك صدر ډاكټر محمد سلېمان الجسر او د او آئي سي خا??جه وزيرانو كونسل 47 مې غونډې چيئرمېن د نائيجر حسومي مسعود هم د پرانستې غونډې ته خطاب وكړو۔ دې نه وړاندې پاكستان د او يئي سي د خا??جه وزيرانو كونسل 48 مې غونډې چئيرمېن شپ ترلاسه كړو۔ د پرانستې غونډې ته خپل خطاب كښې خا??جه وزير شاه محمود قرېشي خپل خطاب كښې ووئيل اسلامي نړۍ كښې دننه يو والي او مرستې ته وده ??ركول د پاكستان د خا??جه پالېسۍ مركزي ستن ده٬ يوكرېن ستونزې نړيوال امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې ده٬ مونږ له به په نړۍ كښې انصاف او پرمختګ لپاره د باور وړ همكار جوړېدل وي۔ خا??جه وزير ووئيل دا مهال د نړۍ په روانو ټولو شخړو كښې 60 فيصده ??وازې په اسلامي هېوادونو كښې دي۔ د يمن نه تر صوماليه بېلو ځايونو كښې شخړې روانې دي٬ په نړۍ كښې په درې كښې دوه برخې كډوال شام ٬ ميانمار ٬ صوماليه او افغانستان څخه راروان دي٬ مونږ له به په نړۍ كښې انصاف او پرمختګ لپاره د باور وړ همكار جوړېدل وي ولې په جارحيت يا تسلط كښې بايد د چا هم ملګرتيا ونكړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د فلسطين او كشمير مسلمانان د تېرو اوو لسيزو راهېسې د خپلواكۍ منلې شوي حق ترلاسه كو??و لپاره هڅې كوي۔ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په ضد روان صورتحال په ګوته كولو سره ده ??وئيل هندي حكومت په 5 اګست 2019 مقبوضه وادۍ ته 9 لكه قابض ځواكونه دننه كولو سره د ترهګرۍ بازار ګرم كړې دې۔ ده ??وئيل هندي اقدامات د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د او آئي سي د قراردادونو خلاف ورزي ده۔ ده ??وئيل د فلسطین مسئلې حل د كال 1967 نه په وړاندې پولو مشتمل هغه رياست دې د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي٬ هيله ده چې او آئي سي به په اسلامي هېوادونو كښې د روانو شخړو ختمو??و له خپل كردار ترسره كړي۔ خا??جه وزير ووئيل د او آئي سي غړي هېوادونه بلها قدرتي پنګې لري كومې چې بايد تجارت ٬ د ګډې تحقيق او پرمختګ منصوبو ٬ تربيې او سرمايه كارۍ دلارې په فعاله توګه وكارولې شي۔ خا??جه وزير ووئيل مونږ له به د او آئي سي د غړو هېوادونو ترمينځه ترجیحی تجارتی نظام څخه هم استفاده ??ول وي په دې لړ كښې د او آئي سي لخوا د فرېم ورك لوظنام تندۍ سره توثيق كولو ته اړتيا ده۔ د افغانستان صورتحال په اړه خا??جه وزير ووئيل په افغانستان كښې په روان بشري بحران قابو موندل او د افغان معيشت د زوال مخه نيول بايد زمونږ په لومړو ترجيحاتو كښې وي٬ سولييز او سوكاله افغانستان زمونږ د ټولو په ګټه دې۔ خا??جه وزير ووئيل د داعش، ايسټ ترکستان اسلامک موومنټ ٬ ټي ټي پي او د القاعده ??ه څير د ترهګرو ډلو مقابلې له موثره تګلارې ته اړتيا ده٬ د دې ترهګرو ډلو ختمو??و له به د افغان چارواكو د هڅو ډاډګيرنه او ملاتړ كول وي۔ د اسلامو فوبيا په اړه خا??جه وزير ووئيل مونږ په ګډه په اسلامو فوبيا كاميابۍ سره پېشرفت كولې شؤ۔ ده ??وئيل مونږ د نړۍ په څلورو كښې يوه برخه د ځوانانو آبادي لرؤ٬ وزیر اعظم عمران خان كال 2022 په ځوانانو كښې دسرمايه كارۍ كال ګرځولې دې۔ ده ??وئيل مونږ د دې كنفرنس د لارې داسې تګلاره معارفي كولې شؤ كومه چې د امن او استحكام باوري كولو او د شخړو ختمولو كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ ده ??وئيل مونږ د يو اېن عمومي اسمبلۍ لخوا 15 مارچ د اسلاموفوبيا نړيوالې ورځې ګرځولو قرارداد هركلې كوؤ۔ ده ??يله څرګندوه كړه چې د او آئي سي صدر به انصاف ترلاسه كو??و له په همكارۍ يو بشپړ رپورټ جاري كړي۔ د نائيجر خا??جه وزير حسومي مسعودو په خپل خطاب كښې د انتها خوښۍ او اسلاموفوبيا په شكل كښې امت ته د پېښو چېلنجو ذكر وكړو۔ د سعودي عربستان خا??جه وزير فېصل بن فاران السعود غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل د نړيوالو قراردادونو لمخې د فلسطين مسئلې سولييز حل غواړؤ٬ مونږ د جموں وكشمير د اولس بشپړه ملاتړ كوؤ٬ د كشمير مسئلې منصفانه حل لپاره به نړيوالې ورورلۍ له خپل كردار ترسره كول وي۔ د او آئي سي د مشرانو غونډې چيئرمېن په حېث غونډې ته خپل خطاب كښې ده ??ه 82 مې يوم پاكستان اولس او پاكستاني حكومت ته مباركي وركولو سره د پاكستان د سوكالۍ او نورو كاميابو دعا وكړه۔ ده ??وئيل د عمومي اسمبلۍ څخه د اسلامو فوبيا په ضد د نړيوالې ورځې قرارداد منظوري د اسلامي نړۍ كاميابي ده۔ په دې لړ كښې د پاکستان لخوا د قرارداد وړاندې كېدل او د او آئی سی سېکرټرېټ او عمومي سېكتر په كردار دوئي ته مباركي وركوم۔د سعودي خا??جه وزير پاكستان ته د آزادۍ په 75 مه ورځ لمانځلو او د خا??جه كونسل 48 مې غونډې په كوربتوب كولو مباركي هم وركړه۔ ده ??ه افغانستان كښې امن ترلاسه كولو او په افغانستان كښې په روان بشري امن قابو موند??و له د اسلامي نړۍ په كردار رڼا واچوله۔ ده ??وئيل افغانستان لپاره په انساني بنيادونو د ټرسټ فنډ جوړېدل يو خوشبينه ګام دے۔ غونډې ته د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېس په خپل وېډيو پېغام كښې په اسلامي نړۍ زور راوړو چې هغه دې امن او انسانيت ته وده ??ركو??و له اتحاد او همغږۍ ته وده ??ركړي۔ د اسلامي پرمختيائي بېنك (آئي ډي بي) ګروپ صدر ډاکټر محمد الجسير په خپل خطاب كښې ووئيل د افغان اولس مرستې لپاره او آئي سي ،مرسته كوٶنكي هېوادونو٬ ادارو او نړيوالې ورورولۍ له به كوټلې هڅې كول وي۔ ده افغانستان لپاره د هومينټرين ټرسټ فنډ جوړېدو هركلي كولو سره ووئيل چې دا د افغانستان اولس سره د او آئي سي لخوا د يوالي څرګندونه ده، د دې فنډ فعاله كېدو سره به افغانستان كښې د انساني همدردۍ په بنياد مرسته كول ممكن شي۔ ده ??وئيل مونږ به هڅه كوٶ چې د فنډز د لارې ترلاسه عطياتو او مرستې په سپېځلې ډول استعمال باوري كړې شي۔ ده ??وئيل د افغان اولس د مرستې كار يوه اداره يا يو هېواد يوازې نشي كولې، په دې لړ كښې به نړيوالې ورورولۍ له د افغان اولس معاونت لپاره راوړاندې كېدل وي۔ ده ??وئيل اسلامي پرمختيائي بېنك د تېر دسمبر څخه پرله پسې دوه اړخيزه شراكتدارو٬ مرسته كوٶنكو هېوادونو او ادارو سره په دې لړ كښې مشاورت كوي۔ ده ??وئيل افغانستان لپاره د هيومينيټرين ټرسټ فنډ له مخې به د افغانستان كليوالو سيمو ته خا?? پاملرنه كولې شي ځكه چې 75 فيصده افغانان په كليوالو سيمو كښې مېشته دي٬ په كليوالو سيمو كښې زرعي پېداوار كښې اضافه٬ د انجونو تعليم٬ مېرمنې اختيار منې جوړول او د برېښنا او نورو بنيادي ضروتونه ترسره كولو ته به ترجيح وركولې شي٬ دغسې په افغانستان كښې د بشري خواخوږۍ په بنياد د مرستې په كارونو كښې د نجي څانګې شموليت باوري كو??و لپاره به هم اقدامات كولې شي۔ ده ??وئيل بېنك ټولو شراكتدار او نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه د افغان اولس د مرستې عزم لري۔ ده افغانستان لپاره د هوميينټرين ټرسټ فنډ او د اسلامي کنفرنس تنظيم د وزارتي غونډې په كوربتوب كولو د پاکستان مننه وكړه۔ د اسلامي مرستې تنظيم خا??جه وزيرانو په دور ورځني كنفرنس كښې به د فلسطين او كشمير اولس سره د يو والي څرګندونه كولې شي۔ په غونډه كښی به د افغانستان صورتحال سره سره د اسلاموفوبيا او ماحولياتي بدلون اثراتو په شمول په نورو چارو هم غور كولې شي او په دې اړه به تګلاره وضعه كولې شي۔ په اسلام آباد كښې د او آئي سي خا??جه وزيرانو كونسل 48مه غونډه زياته مهمه ده۔ دې نه وړاندې تېر كال د دسمبر مياشت كښې د افغانستان صورتحال جاج اخست??و له د پاكستان په كوربتوب كښې د خا??جه وزيرانو يوه غېر معمولي غونډې په اسلام آباد كښې شوې وه۔