اسلام آباد 15مارچ (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي اپوزېشن د سمندر پورې پاكستانيانو د ووټونو څخه يره لري٬پيپلز پارټي ته تر ټولو زيات زيان آصف علي زرداري رسولے ٬نواز شريف د ضياﺀ الحق په نرسرۍ ??ښې لوي شوے٬زمونږ بيانيه ده چې په نړۍ ??ښې هر يو پاكستانے په ډاګه اووئي چې زه پاكستانے يم٬دا هغه بيانيه ده كومه چې د عمران خان ن?? وړاندې په پاكستان ??ښې كوم بل ليډر نه ده وركړې٬په خپل ځان اعتماد٬په خپل قام اعتماد لرل٬ په خپل ليډر اعتماد او نن ټول پاكستان په عمران خان اعتماد لري۔د دې خيالاتو څرګندونه د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په اسلام آباد ??ښې د پاكستان تحريك انصاف تر سيوري لاندې د سمندرې پورې پاكستانيانو كنونشن ته د وېنا ك??لو په مهال وكړه۔ده ووئيل د سمندرې پورې پاكستانيانو قيادت ته په اسلام آباد ??ښې هركلے وائيو٬د ټولو سمندرې پورې پاكستانيانو مننه كوو چې هغوي زمونږ سره ولاړ دي٬د سمندرې پورې پاكستانيانو سوچ د اصل قامي سوچ څرګندونه ده٬ ده ووئېل وزيراعظم عمران خان د شين پاسپورټ عزت زيات كړے٬نن مونږ په وياړ وائيو چې زمونږ وزيراعظم عمران خان دے٬زمونږ وزيراعظم هغه نه دے چ?? د چا چې(کانپیں ٹانگ رہی ہوں) ده ووئېل عمران خان چې كله نړيوالو شخصياتو سره خبره كوي نو هغه د پاكستانيانو عزت زياتوي٬ وزيراعظم عمران خان په هر فورم د پاكستانيانو خبره كوي٬د سمندر پورې پاكستانيانو د حقونو يې تل خيال ساتلے او د هغوي د حقونو لپاره به جنګ روان ساتو۔چوهدري فواد حسېن ووئيل اپوزېشن وائي چې بهر هېوادونو ??ښې مېشته 90 لكه سمندر پورې پاكستانيان د ووټ حق نه لري ٬ مونږ وائيو چې هغوي زيات حق لري٬كه سمندر پورې پاكستانيان 31 ارب ډالره پاكستان ته نه رالېږل نو نن به د هېواد معيشت بېړه ??رق شوې وه۔ ده ووئېل په پاكستان ??ښې ووټ اچول د سمندرې پورې پاكستانيانو حق دے او دا حق به عمران خان هغوي ته وركوي