اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور پ?? نړيواله ورورولۍ زور رواړے چې نړيواله ورورولي دې په سوئيلي آسياء كښې د تل پاتي امن لپاره د جمو و ك??مير پحقله د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد باوري كړي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ ټول پاكستانے قام خپلو ك??ميريانو وروڼو خوېندو سره د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره په ثابت قدمۍ او پرله پسې هلو ځلو د دوي د عزم د ملاتړ پخلے كوي۔ علي امين خان ګنډا پور د كشمير يوالي ورځ په موقع پېغام وئيلي د?? د ??هه لكه وسله والو هندي عسكرو د ټولو ظلمونو باوجود كشميريان پخپل موقف ثابت قدم ولاړ دي او د دوي زياتې ستړې دا ثابتوي چې يو ډول ظلم او جب?? د كشميري اولس عزم ته ماتې نشي وركولې۔ وفاقي وزير ووئيل د پنځم اګست كال 2019 راهسې په كشميريانو د بنيادي حقونو او په آزادۍ سخت بنديزونه لګولې شوي۔ ده ووئيل ماورائے عدالت قتل، نظر بندۍ، محاصره او د لټون كاروائې، ظلم او تشدد، جب??ي بې دركي ، قيدوبند،بربريت او د اجتماعي سزاګانو د لارې كشميريان محكوم جوړولو له د هند هڅې په ماضي كښې ناكامه شوې وې او اوس به هم نه كاميابېږي۔ده په دې خبره زور رواړو چې په سوئيلي آسياء كښې د اوږدې مودې لپاره دې نړيواله ورورولي د جمو و ك??مير سوله ايز حل لپاره د كشميري اولس د هيلو له مخې د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرامد باوري كړي