اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پارليمان د ډيجيټل كولو د عمل د تندولو په ضرورت زور راوړلو ??ره وئېلي دي چې پارليمان لا موثر كولو لپاره دې دا په جديد آئي ټي ټولز سنبال كړې شي٬اړوند ادارې دې پروژې ته ترجيح وركړي او د تاخير نه بچ كېدو لپاره دې په وخت پريكړې وكړي۔ده دا خبرې د جم??ې په ورځ په ايوان صدر كښې د سائبر ايفي??ين?? پارليمنټ په اړه د صدارتي اقدام په لړ كښې د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي او د حكومت نورو اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د پروژې په اهميت رڼا اچولو ??ره صدر مملكت ووئيل چې اي سلوشنز به د پارليمان كاركردګي لا ښه كړي