اسلام آباد 12جنوري (اے پي پي) د تعليم، پيشه وره ه تربيې ، قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير شفقت محمود په مشرۍ كښې د كابينې د اداره جاتي اصلاحات كمېټۍ غونډه د ش??رو په ورځ وشوه چې پكښې د نېش??ل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ وفاقي وزير سيد فخر امام، د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حيدر زيدي او د وزيراعظم د اسټيبلشمنټ خاص مرستيال محمد ش??زاد ارباب هم ګډون كولو۔ په غونډه كښې ش??ګر ايډوائزري بورډ (اېس اے بي) د انډسټري اينډ پروډكشن ډويژن څخه نېش??ل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ته په منتقل كولو غور وشو۔ كمېټۍ موقف لرلو چې ټول بنيادي غذائي څيزونه د نېش??ل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ترمخه كړے شي دغسې چې د سټاك پوزيشن په ښه ډول ترسره شي او د هېواد ضرورت له مخې د خوراك څښاك څيزونو درآمد او برآمد په اړه چارې د فوډ سكيورټي په توګه په ښه ډول ترسره كړے شي كومه چې د هېواد د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت بنيادي ذمه واري ده٬ د نېش??ل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن سي سي آئي آر ته درخواست وركړے شوے چې انډسټري اينډ پروډكشن ډويژن او نېش??ل فوډ سكيورټي اينډ ريسرچ ډويژن ترمينځه د ش??ګر ايډوائزري بورډ ځينې كارونه اوورليپ كېږي دغسې د پريكړې څخه دې وړاندې دا معامله وكتلې ش??۔ د غونډې په مهال د سي سي آئي آر چيئرپرسن شفقت محمود پلاننګ ډويژن ته سپارښتنه كړې چې په دې معامله غور وكړي او سي سي آئي آر ته د خپل سفارشات وركولو له د يو كنسلټنټ خذمات ترلاسه كړي۔ غونډې نېشنل آركائيو آف پاكستان له په قومي ورثه او كلتور ډويژن كښې د ځائې وركولو خبره وكړه۔ په دې معامله د كيبنټ ډويژن او نېشنل هيريټيج اينډ كلچر ډويژن څخه رائے واخستلې ش??ې او تفصيلي بحث نه پس كمېټۍ پريكړه وكړه چې نېشنل آركائيو آف پاكستان بايد د كيبنټ ډويژن سره وساتلے شي