اسلام آباد 11 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي ??زي?? اسد عمر وئيلي دي اوسنے حكومت په ټولنه كښې بې وسه طب??و ته خاص پام لرنه كولو سره د فلاحي رياست خوب له تعبير وركوي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د احساس پروګرام ون ونډو آفس پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ٬ په دې موقع دوهم سپيكر قاسم سوري، وفاقي ??زي?? خسرو بختيار، د اطلاعات او خپرونو ??زي?? مملكت فرخ حبيب، د تعليم وفاقي ??زي?? شفقت محمود، د سمندري چارو وفاقي ??زي?? علي زېدي او د ??زي??ِ اعظم خاص مرستياله ډاكټر ثانيه نشتر هم موجود وه۔ وفاقي ??زي?? اسد عمر ووئيل رياست په عملي توګه د مور كردار لوبوي او كوم كسان چې دا ??يدل غواړي چې څنګه كردار لوبوي٬ بايد د احساس ون ونډو دوره وكړي۔ ده ووئيل ??زي??اعظم وئيلي دي زه د مدينې رياست په طرز يو فلاحي رياست جوړول غواړم چرته چې ذمه واري د ټولنې د كمزورو طب??و مرسته كول دي۔ ده ووئيل ثانيه نشتر او د ھغې همكارانو ته د اولس ضرورتونه او د عزت نفس تر مخه د احساس وفاق او نورو پروګرامونو رامخې ته كولو مباركي وركوم۔ ده ووئيل د احساس پروګرام تر مخه صحت، د كوچنيانو د تعليم او د معاش پحقله ټول سهولتونه په دې مركز كښې ترلاسه دي۔ اسد عمر ووئيل د اولس عزت او احترام تر مخه احساس ون ونډو جوړ كړے شوے او دې دلته اولس ته هر ډول سهولت وركړے كېږي او انجونو لپاره زيات سكالرشپس مقرر كړے شوي ۔ ده ووئيل ګرد هېواد كښې په 3700 يوټيليټي اسټورز راشن كارډ وركول پېل كړے شوي۔ په دې موقع د غربت تخفيف لپاره د ??زي??اعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر او وفاقي ??زي?? مخدوم خسرو بختيار هم وېنا وكړه