اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د ښارونو پرمختګ لپاره د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته اړټيا ده چې په نتيجه كښې ئې د ښارونو انتظام او انصرام اولس له ښه خذمات وركړې او محاصل هم وشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ لا??ور ښار كښې د ټرافك دباؤ كمولو لپاره د سړكونو جوړولو منصوبو په اړه غونډې ته وينا كښې وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د لا??ور ښار څخه ډير محاصل جمع كيدې شي۔ده په دې لړ كښې د ښار مهمو زمكو كارولو په حاجت زور راوړو كومې چې دا مهال پھ استعمال كښې نه دې۔ وزيراعظم ووئيل د ښار دا مهم ځايونه د اولسي ګټو منصوبو لپاره كارول نه يواځې د دغه زمكو څخه استفاده كيدې ش?? بلكه دې سره حكومت ته هم ډير محاصل ترلاسه كيدې شي۔ وزيراعظم تجويز وركړو چې لا??ور كښې شهري منصوبې دې سركاري او نجي څانګې اشتراك سره راوي اربن ډويلپمنټ او سنټرل بزنس ډسټركټ منصوبو په ډول وچلولې شي۔ غونډې ته د پنجاب حكومت ګ??برګ مېن بوليورډ نه تر اېم ټو موټروے ايليويټډ ايكسپريس وے منصوبې په اړه بريفنګ وركړې ش??۔پ?? غونډه كښې د خزانې وفاقي ??زير شوكت ترين، وفاقي ??زير شفقت محمود، وفاقي ??زير اسد عمر، وفاقي ??زير چوهدري فواد حسين او وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل ګډون وكړو دغسې د پنجاب وزيراعليٰ سردار عثمان بزدار، د پنجاب صوبائي وزيرانو او سينئر چارواكو د ويډيو لنك د لارې ګډون وكړو