اسلام آباد 24 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبونو همغږۍ خاص استازې طاهر اشرفي وئېلي دي متحده علماﺀ بورډ د مېرمنو او سړو مهمه غونډه شوې چې پكښې د نصابي كتابونو په اړه مهم مشاورت شو?? او دا پريكړه شوې چې تعليمي نصاب به په هر حال كښې د شدت خوښۍ موادو څخه پاكولې شي٬د متحده علماﺀ بورډ ذمه وارو تراوسه 307 نصابي كتابونه كليئر ګرځولي۔د دې خيالاتو څرګ??دو??ه ده د مختلف مكاتب فكر علماﺀ او مشائخو ??ره پنجاب انسټي ټيوټ آف قرآن اينډ سيرت سټډيز ??ښې يو پرېس كنفرنس كښې وكړه۔طاهر اشرفي ووئېل د كرسمس په موقع د وزيراعظم عمران خان هدايت دے چې مسيحي ټولنې ته دې مباركي وركړی شي او په ښه ډول د هغوي په خوشحالو كښې ګډون وكړې ٬په دې اړه په حكومتي او رياستي كچه دستورې هم كېږي۔ده د سيالكوټ پېښې په اړه د غم او تكليف څرګ??دو??ه كولو ??ره ووئېل دي مونږ په مجموعي حېيثيت ??ره شرمنده شوي يو او دا پريكړه شوې چې اسلام د داسې كوم بدترين فعل هيڅ چرې اجازه نه وركوي او علماﺀ او مشائخو چې د دې پیښې په غندنه كښې د يو والي كوم غږ پورته كړے هغه په ټوله نړۍ كښې اورېدلے ۔د افغانستان په مسئله ده ووئيل په بشري بنيادونو د افغانانو مرسته كول د ټول انسانيت ذمه واري ده٬پاكستان د او آئي سي خارجه وزيرانو مهم كنفرنس ممكن كړے كوم چې د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د دې كنفرنس نه پس په ټوله نړۍ كښې د افغانانو د ستونزو لرې كولو په اړه شعور بېدار شوے او اوس به ډېر زر د افغانستان په اړه مرسته راتلل پیل شي كومې څخه چې ستونزو ??ره مخ شوي افغان اولس به ګټه پورته كړي او د معمول د ژوند كولو امكانات به رامخې ته شي۔په كے پي كے كښې د شوو بلدياتي ټاكنو په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه مولانا فضل الرحمان توقع لري چې هغه ته د بلدياتي ټاكنو په ګټلو مباركي وركړې شي نو هغه له پكار دي چې وړومبې هغه عمران خان ته د وزيراعظم په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړي۔