اسلام آباد۔21دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم عم??ان خان وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا بلدياتي ټاكنو په ل??ړي پړاؤ کښې پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) تېروتنې وكړې او د هغې زيان ئې پورته كړو٬ هغه به اوس پخپله بلدياتي ټاكنو سره د اړوندې تګلارې څارنه كوي او پي ټي آئي به يو مضبوط قوت جوړشي۔ د نهې په ورځ په خپل ټويټ كښې هغه ووئيل په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو ??ه اولني پړاؤ كښې پاكستان تحريك انصاف د خپلو كړې تېروتنو زيان پورته كړو ٬ د دې لويې سبب د ناوړه كانديدانو ودرول وو۔ هغه ووئيل چې اوس به په خېبر پختونخوا كښې د بلدياتي ټاكنو دوهم پړاؤ او په ګرد هېواد كښې كېدون??و بلدياتي ټاكنو سره د اړوندې تګلارې پخپله څارنه كوم او كه ل??ئې څښتن ته منظور وي نو تحريك انصاف به د يو مضبوط ګوند په صورت كښې رامخې ته شي۔