اسلام آباد 18 دسمبر(اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د دسمبر په 19مه نېټه ??ال 2021 په اسلام آباد كښې د خارجه وزيرانو كونسل 17مه غېر معمولي غونډې كوربتوب كول د پاكستان لپاره د خوشحالۍ موقع ده۔په دې غونډه كښې به د اف??انستان د خراب صورتحال او په خاص توګه انسانيت ته د پېښو چېلنجونو جاج اخستلې شي او د اف??انانو مرستې لپاره به داسې اقدامات تجويز كوي د كومو چې د نړيوالې ورورولۍ د اړخه مرستې ته اړتيا ده۔ د پاكستان په كوربتوب كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل 17مې غېر معمولي غونډې په موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل اف??انستان دا مهال انساني بحران سره مخ دے كه په وخت مرسته ونه كړې شوه نو دا بحران د معاشي تباهۍ سبب ګرځېدې شي او په نتيجه كښې به يې په سيمه كښې عدم استحكام پېدا شي۔وزيراعظم ووئيل او آئي سي يو اجتماعي غږ جوړیدو سره په سمدستي توګه د اف??انانو سماجي او اقتصادي حاجت پوره كولو كښې مرسته كولې شي۔هيله لرو چې او آئي سي به خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل د او آئي سي خارجه وزيرانو٬نمائندګانو او نورو پلاويو په غونډه كښې په ګډون كولو هركلے كوو