اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي)د صنعت او پیداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئېلي دي چې وفاقي كابينې او پنجاب حكومت په وړومبي ځل د وړوكې او مينځنۍ درجې كاروباري ادارو څانكې(اېس اېم اي)لپاره پالېسي منظور كړې په دې څانګه كښ?? لس لكه څخه زياتې ادارې كار كوي او په لارج سكېل مېنو فېكچرنګ كښ?? 4 زره مېنو فېكچرنګ يونټس كار كوي٬ 78 فيصد نوكرۍ په اېس اېم اي سېكټر كښ?? دي٬اېس اېم ايز په دريو درجو كښ?? تقسيم كړې شوې٬نوې كاروبار پېل كونكي اېن او سي ته اړتيا نه لري ٬اېس اېم اي به كاروبار كونكو ته خاص مراعات وركوي٬د اېس اېم ايز په څانګه كښ?? كاروبار كونكو مېرمنو ته په ټېكس كښ?? 25 فيصد خاص رعايت وركولې شي٬ د دې څانګې تر ماليات رسنې لپاره 23 ارب روپۍ بېلې كړی شوي٬ د هېواد په بېلو ښارونو كښ?? د اېس اېم ايز لپاره 4200 ايكړ زمكه بېله كړی شوې چرته به چې 19 زره 500 پلاټونه په آسان قسطونه وركولې شي٬ اېس اېم ايز ته د اېن او سيز اوږدې تګلاې څخه خلاصې وركړې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره د پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔ مخدوم خسرو بختيار ووئيل وفاقي حكومت په وړومبي ځل د اېس اېم اي پالېسي منظور كړه٬ د دې پالېسۍ له مخې به پېداواري كاروبارونو ته په ټېكسونو كښ?? د 57 نه تر 83 فيصد خصوصي رعايت وركولې شي دغسې چې نه يوازې پیداواري لګښت كم وي بلكې د ګټې مارجن هم زيات شي۔په پاكستان كښ?? نزدې 50 لكه 20 زره معاشي يونټس موجود دي چې پكښې 99 فيصد يونټس د سمال اينډ مېډيم(وړوكې او مينځنۍ)درجې په كاروبارونو مشتمل دې٬ د اولس په معاشي ٬ سماجي٬ خوشحالۍ او د هېواد په مجموعي پرمختګ كښ?? د دې كردار ډ??ر مهم دے۔ ده و??ئيل چې دا كاروبار نه يوازې د روزګار وركولو بنيادي ذريعه ده بلكې د جي ډي پي 40 فيصد برخه او د برآمدات 25 فيصد برخه د دې كاروبار څخه راځي٬په وړوكې او لويې معاشي هلو ځلو كښ?? د خاص اهميت لرلو باوجود په تېر وخت كښ?? د دې كاروبارونو خېرښېګړې لپاره په حكومتي كچه د ذكر وړ هڅې په نظر نه راځي۔ده و??ئيل چې موجوده حكومت ياد كړې شويو كاروبارونو ته هر ډول مراعات وركولو سره د دې د خپلواكه جوړولو هڅې كوي۔نېشنل اېس اېم اي پالېسي 2021 د دې لړۍ يوه كړۍ ده۔د دې پالېسۍ مركزي مقصد د وړوكې او مينځنۍ طبقې كاروبار كونكو لپاره آسانۍ پېدا كول دي۔وفاقي وزير ووئيل د كاروبار پیل كولو ډاډګيرنه كولو لپاره اېس اېم ايز له په صنعتي زونونو كښ?? 4200 ايكړ زمكه خاص كولې شي كومه به چې په مسابقتي بنيادونو وېشلې شي۔ ده و??ئيل د تېر وخت په مقابله كښ?? اېس اېم اي پالېسي 2021 آسان فنانس سكيم معارفي كوي چې د لارې به يې اېس اېم ايز ته تر د يو كروړ روپو قرضه د ضمانت نه غېر وركولې شي۔ ده و??ئيل چې د كاروباري كسانو لپاره دا پالېسي ډېره خوشبينه ده٬د اېس اېم ايز وده به نه يوازې د بې روزګارۍ خاتمه كښ?? مهم سنګ ميل ثابت شي بلكې دې سره به د قام او هېواد معاشي خوشحالي هم باوري شي