لاهور 28 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي چې د وزيراعظم په هدايت د اق??يتونو د حقونو تحفظ ممكن جوړول كېږي، په اسلام كښې د جبر كوم ګنجائش نشته. ده دا خبرې په پنجاب انسټي ټيوټ آف قرآن اېنډ سېرت سټډيز كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د?? ووئيل چې د مذهبونو د همغږۍ كونسل او د متحده علما كونسل د مشرانو په غونډه كښې نن په مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي او يو بل لپ??ره د خېر سګالې د جذباتو څرګندونه شوې ده. د?? ووئيل چې اسلام د جبر نفي كوي ځكه په اسلام كښې د جبري مذهب بدلولو كوم وجود نشته،دې سره سره د نابالغ د واده هم امتناع ده. د?? ووئيل چې د مذهبونو د همغږۍ كونسل د مشرانو سره د متحده علما كونسل ذمه وارو د ټول هېواد د دورې كولو پرېكړه كړې ده چې دغسې د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ ته وده وركړې شي. د?? ووئيل چې د دسمبر په وړومبې اونۍ كښې به د داسې حساسو معاملو حل لپ??ره ناسته كولې شي چې دغسې د مذهب په نوم د منفي چالونو كوونكو په ګډه مخ نيوې وكړې شي. د?? ووئيل چې شپاړس كسيزه كمېټي هم جوړه كړې شوې ده. د دې نه علاوه د مذهبي آزادې په اړه د امريكې د خارجه وزارت منفي او د حقائقو په ضد رپورټ قطعي رد كولې شي او اصرار كولې شي چې په هندوستان كښې د اق??يتونو په ضد په سلوك دې هم كومه كارروائي وكړې شي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې د?? ووئيل چې د پاكستاني اق??يتونو سره زمونږ پرله پسې رابطه مهمه ده، د وزيراعظم په هدايت د مدينې رياست په طرز د مذهبونو د همغږۍ ودې لپ??ره هڅې كوو. د سعودي لخوا د پاكستان د تازه مالي مرستې په اړه د?? ووئيل چې سعودي يو ځل بي?? ثابته كړې ده چې د پاكستان تر ټولو مخلص دوست هېواد دے. په اېن اے 133م كښې د ضمني ټاكنو نه وړاندې د راغليو وېډيوګانو په تناظر كښې د پوښتنې په ځواب كښې د?? ووئيل چې بايد په دې د ټاكنو كميشن كارروائي وكړي.