اسلام آباد 23نومبر(اے پی پی) د پخواني فاټا پرمختګ په اړه د خاص كمېټۍ غونډه د چيئرمېن جنيد اكبر په مشر?? كښې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې وشوه۔كمېټۍ د پخواني فاټا ټولو ضم شوو ??لع?? كښې د تباه شوو او ويجاړ شوو بازارونو ٬دوكانونو٬كورونو په حقله د بحالۍ او امداداي خذمات لپاره د وركړې كېدونكې معاوضې كړكېچن او مبهم عمل باندې د تشويش څرګندونه وكړه۔د ??ے پي كے د آباد كارۍ او بحالۍ ډائرېكټر جنرل ګډ??ن كوونكي د خېبرپښتونخوا حكومت د اړخه تراوسه د پیل شووة او بحالۍ هڅو په حقله خبر كړل۔ده ووئيل تراوسه 95 اربه روپۍ وركړی شوي۔غړو د رېليز او روپو آډټ په حقله پوښتنه وكړه۔د ??مېټۍ غړو پخواني فاټا كښې د تباه شوو او ويجاړو شوو آبادو ازالې لپاره د سروے په تګلاره هم د تشويش څرګندونه وكړه او د معاوضې وركولو كليئرنس يې هم وغوښت۔د ??مېټۍ غړو ووئيل زمكيز حقائق مختلف دي ځكه چې د كورونو تعمير نو لپارهكومې روپۍ نه دي وركړی شوې۔غړو ووئيل 1200 دوكاندارانو له روپۍ وركړې شوي ٬ كمېټۍ پخواني فاټا كښې عامو وګړو له د رېليف وركولو لپاره د كے پي كے حكومت په كاركردګۍ د عدم اطمينان څرګندونه وكړه۔د ??مېټۍ چيئرمېن تجويز وركړو چې پخواني فاټا كښې د معاوضې او سروے په حقله دې پارليماني غړي په اعتماد كښې واخستلے شي۔دغسې د كمېټۍ د راروانې غونډې په پېښور كښې د كولو تجويز وركړے شو ۔په غونډه كښې د افغانستان لپاره خاص استازي صادق خان٬سېنېټر دوست محمد خان٬د قامي اسمبلۍ غړو شاندانه ګلزار خان٬ډاكټر حېدر علي خان٬محمد اقبال خان٬مولانا جمال الدين٬جواد حسېن٬ظفر خان٬ډاكټر عائشه غوث پاشا٬جمال الدين٬عبدالشكور او د فنانس ډويژن٬اېف بي آر٬پي آر اېس پي٬پي ډي اېم اے او د اېن ډي اېم اے نمائندګانو ګډ??ن كولو۔